ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر کرزي کاپيسا کې د يوه زده کوونکو د قاتل د نيولو حکم وکړ

ولسمشر کرزي کاپيسا کې د يوه زده کوونکو د قاتل د نيولو حکم وکړ

author avatar
31 Dec 2013 - 13:12
ولسمشر کرزي کاپيسا کې د يوه زده کوونکو د قاتل د نيولو حکم وکړ
author avatar
31 Dec 2013 - 13:12

کابل (پژواک ١٠ مرغومى ٩٢): ولسمشر حامد کرزي د دفاع او کورنيو چارو وزيران ګومارلي، چې په کاپيسا کې د هغه زده کوونکي د وژنې عاملين د قانون منګولو ته وسپاري، چې  د ملي اردو له يوې پوستې پر ډزو ووژل شو.

د کاپيسا د پوهنې رييس د وياند سيد مصطفى شېرزي په وينا، تواب الله د مدثر زوى، چې د کاپيسا ولايت د تګاب ولسوالۍ د “قدرت الله شهید” لېسې په اوم ټولګي کې زده کوونکى و، د مرغومى په ٨مه ووژل شو.

په هغې خبرپاڼه کې چې پژواک خبري اژانس ته را رسېدلي راغلي: “تواب الله د ملي اردو د يوه قوماندان له خوا چې د ملي اردو د ٥١ غونډ اړوندېږي، پر ډزو په بې رحمانه ډول وژل شوى دى.”

شېرزي وويل، چې تواب الله د رخصتۍ  په ورځو کې د کتابونو اخيستو لپاره ښوونځي ته تللى و چې د دې پېښې قرباني شو.

د ده د معلوماتو له مخې، ولسمشر کرزي او د پوهنې وزير فاروق وردګ د ټيلېفون له لارې د تواب الله له کورنۍ سره اړيکه نيولې او د غمشريکۍ ترڅنګ يې عاملينو ته د سختې جزا غوښتنه کړې ده.

د کاپيسا د پوهنې رياست په خبرپاڼه کې د زياتو جزئياتو له ورکړې پرته راغلي: ” دا په داسې حال کې ده، چې د دې لېسې پخوانى امر  قدرت الله هم  ملي اردو د دغه افسر د کسانو له خوا پخوا په شهادت رسېدلى و.”

هغه زياته کړه، چې قدرت الله او تواب يو له بل سره د خپلوۍ کومه اړيکه نه درلوده.

د چارو ادارې او وزيرانو شورا په خبرپاڼه کې هم راغلي، چې د پوهنې وزير فاروق وردګ د وزيرانو شورا ه پرونۍ ناسته کې د تواب الله  وژنې موضوع چې د ١٣٩٣ لمريز کال لپاره د درسي کتابونو تر اخيستلو وروسته له لېسې د کور پر لور روان و او د ملي اردو د پوستې پر  ډزو ووژل شو، په ناسته کې مطرح او د قضيې د جدي څېړنې غوښتنه يې وکړه.

سرچينې ليکلي، چې ولسمشر کرزي په يوه  ټيېيفوني اړيکه کې د قضيې جريان د تواب الله له پلار څخه اورېدلى، د کورنيو چارو او دفاع وزيران يې ګومارلي، چې د دې پېښې عاملين ډېر ژر ونيسي او د قانون منګولو ته يې وسپاري.

خو د کاپيسا امنيه قوماندان مل پاسوال خواجه فقيراحمد صديقي وايي، چې دا وژنه د شخصي دښمنۍ په سبب شوې او وژونکى يې لا هم نه دى پېژندل شوى.

 

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.