Language

مزارشريف (پژواک ١٠ مرغومى  ۹۲): د بلخ ولايت د پوهنې رياست چارواکو په دغه ولايت کې د معارف د ودې په موخه له رسنيو څخه د هر اړخيز ملاتړ غوښتنه وکړه.

د بلخ په مرکز مزارشريف ښار کې د مرغومي په ۱۰مه، د پوهنې رياست او رسنيو ترمنځ ګډه غونډه وشوه، چې د معارف اړوندو کسانو او د رسنيو استازو په کې برخه اخيستې وه.

د بلخ ولايت د پوهنې رييس قيس مهرايين په ياده غونډه کې پژواک خبري اژانس ته وويل، چې رسنيو ورسره تردې دمه د معارف د ودې په برخه کې همکاري کړې ده  او تمه ده ، چې دغه ملاتړ همداسې دوام پيدا کړي.

د هغه په وينا، که چېرې رسنۍ د معارف په برخه کې د دوی پيغامونه عامو خلکو ته ورسوي؛ نو ښايي د هغو کورنيو په شمېر کې کمښت راشي، چې لا هم خپل ماشومان ښوونځيو ته نه استوي.

مهرايين وويل: ((زموږ هدف د رسنيو له ملاتړ څخه دا نه دی، چې دوی د بلخ ولايت د معارف په نيمګړتياوو سترګې پټې کړي؛ دوی حق لري، چې زموږ پر چارو څېړنه وکړي او په مستند ډول د راپورونو په شکل کې موږ ته زموږ نيمګړتياوې راپه ګوته کړي.))

خو ده  د نورو جزيياتو له ورکولو پرته ، پر هغو رسنيو کلکه نيوکه وکړه، چې د کوم سند له وړاندې کولو پرته د بلخ د معارف په اړه ناسم راپورونه خپروي.

په مزارشريف کې د شمال خبريالانو د ټولنې مشر ګلاب شاه، چې په ياده غونډه کې يې برخه اخيستې وه، پژواک خبري اژانس ته وويل، د هر هېواد رسنۍ دنده لري، چې د هغه هېواد د پرمختګ په برخه کې مهم رول ولري.

د ده په وينا، په بلخ ولايت کې هم رسنۍ هڅه کوي، چې د دغه  ولايت په هر اړخيزې پراختيا کې سالمې کړنې تر سره کړي.

خو هغه زياته کړه : ((دولتي چارواکي دې دا تمه نه کوي، چې رسنۍ به د دوی په چارو کې په پوره مانا د دوی په خوښه راپورونه ورکوي.))

ګلاب شاه زياته کړه، رسنۍ هڅه کوي چې  د خپلو اصولو له مخې  د خپل هېواد د پراختيا په برخه کې کار وکړي.

د ده په وينا، ورته ناستې د رسنيو او دولتي چارواکو تر منځ د اړيکو د لا پياوړتيا لپاره اغېزمنې ثابتېدای شي.

Related Topics