زرنج (پژواک ١٢ مرغومى ٩٢): د نيمروز ولايت پوليسو له ١٣٠ کيلوګرامه ډېر نشه يي توکي، چې له دغه ولايت څخه ايران ته قاچاق کېدل کشف او په تړاو يې دوه تنه نيولي دي.
د نيمروز امنيه قوماندانۍ د مطبوعاتي دفتر له لوري پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې دغه اندازه نشه يي توکي ترياک دي او په يوه بار وړونکي موټر کې ځاى پر ځاى شوي و، چې له ايران سره پر پوله د نيمروز مرکز د زرنج ښار په ابرېشم پله کې تر لاسه شوي دي.
سرچينې زياته کړې، پوليسو د يادو نشه يي توکو دوه وړونکي، چې د فراه ولايت اوسېدونکي دي، له مقاومت وروسته نيولي دي.
د نيمروز امنيه قوماندانۍ پوليسو ٦٠ کيلوګرامه ترياک هم د زرنج ښار په مربوطاتو کې نيولي دي.
د نيمروز امنيه قوماندان مل پاسوال محمدقسيم جنګل باغ وايي، چې دغه اندازه توکي په يوه کرولا موټر کې ځاى پر ځاى شوي و او د زرنج ښار په څو کيلومترۍ کې، د هنديانو کمپ په اړونده سيمه کې کشف او تر لاسه شوي او په اړوند يې دوه تنه هم نيول شوي دي.
نيمروز له ايران هېواد سره ګډه پوله لري، چارواکي يې وايي، چې دغه ولايت ته نشه يي توکي له سوېلي ولايتونو راوړل کېږي او له هغه وروسته بيا ايران ته قاچاق کېږي.
دوه مياشتې مخکې په يوه ټېلر موټر کې ٥٢ کيلوګرامه هيرويين، چې د هوا په کپسولونو کې په ډېر ماهرانه ډول ځاى پر ځاى شوي وو او ايران ته قاچاق کېدل، د دغه ولايت په مربوطاتو کې تر لاسه شوي و او په اړوند يې يو تن هم نيول شوى و.