جلال اباد (پژواک ١٢ مرغومى ٩٢): د ننګرهار د ښځو چارو رييسه وايي، که څه هم په دغه ولايت کې د ښځو د نوم ليکنې په بهير کې ستونزې وې ، خو بيا هم د دوى د تمې خلاف له ٦٠ زرو زياتو ښځو د نوم ليکنې کارتونه ترلاسه کړي دي.
د ښځو چارو رييسې انيسې عمراني له پژواک خبري اژانس سره په يوې ځانګړې مرکه کې وويل، چې که څه هم د ننګرهار په نهو ولسواليو کې د ښځو د نوم ليکنې په مرکزونو کې نارينه وو کار کاوه .
هغې زياته کړه، له دې ستونزو سره سره بيا هم د پام وړ ښځو د نوم ليکنې کارتونه ترلاسه کړي دي.
د ښځو چارو رييسه وايي، چې په يو شمېر ولسواليو کې د نا امنۍ له امله د ښځو له لوري ښځو ته کارتونه نه دي ورکړل شوي.
نوموړې وايي: ((حصارک ته ښځې نه شوې تللى، نو په مرکزونو کې نارينه و کار کاوه او کارتونه يې ورکړي دي.))
د عمراني په وينا، د ټاکنو د خپلواک کمېسيون د معلوماتو له مخې، چې له ٦٠زره زياتو ښځو نوم ليکنه کړې او ياده شمېره د پام وړ ده.
هغې وويل، چې د ګرځنده ټېمونو په رامنځته کېدا سره په يو شمېر ولسواليو کې د ښځو د نوم ليکنې په درجه کې د پام وړ زياتوالى راغلى و.
نوموړې وايي: ((ګرځنده ډلو دومره کار وکړ، هغه ښځې چې له کوره نه شوې وتلى هغوى ته يې کارتونه ورکړل.))
انيسه زياتوي، په يو شمېر نورو ولايتونو کې قومي مشرانو د ښځو نومونه د نوم ليکنو مرکزونو ته وړي او کارتونه يې جوړ کړي، خو په ننګرهار کې د دغه کار په نه کېدو سره،سره هم د ښځو د نوم ليکنې کچه لوړه ده.
انيسې عمراني وويل، چې د ښځو چارو په رياست کې د نوم ليکنې د مرکز فعالېدل هم د يادې شمېرې په لوړاوي کې اغېز درلود او زرګونو ښځو په دغه مرکز کې هم نوم ليکنه کړې ده.
هغې زياته کړه، چې اوس مهال په جلال اباد ښار کې ځينې مرکزونه فعاله دي او هيله لري ، چې د کب تر مياشتې به د ښځو د نوم ليکنې شمېر اتيا زرو ته ورسېږي.
بلخوا د ننګرهار د ټاکنو د خپلواک کمېسيون رييس ډاکټر اخترمحمد اجمل پژواک اژانس ته وويل، چې په ننګرهار ولايت کې نږدې ١٨٦ زرو تنو د نوم ليکنې کارتونه تر لاسه کړي، چې شاوخوا ٦٧ زره يې ښځې دي.
نوموړى وايي، چې ياده شمېره ٣٩ سلنه جوړوي ، چې دوى ته د پام وړ شمېره ده.
هغه زياته کړه، چې د نوم ليکنې په لومړي پړاو کې د ښځو شمېر ډېر کم و، خو د ګرځنده ټيمونو په رامنځته کېدا سره دا شمېره ډېره لوړه شوه.
ډاکټر اجمل وايي: ((په لومړيو کې ٩ سلنه ښځو نوم ليکنه کړې وه، مګر په دې وروستيو کې موږه دغه نوم ليکنه يوه لاسته راوړنه ګڼو.))
نوموړي دا هم وويل، چې د ننګرهار په يو شمېر نا امنو ولسواليو کې د ښځينه قشر نوم ليکنه د امنيتي ستونزو له امله نارينه کار کوونکو کړې ده.
د ټاکنو د رييس په وينا، په هغو ولسواليو کې چې امنيتي ستونزې ډېرې وې، د ښځينه وو د نوم ليکنې کچه په کې ټيټه ده.
اجمل وويل: ((حصارک، شېرزاد، پچير اګام او په يو شمېر نورو هغو ولسواليو کې، چې امنيتي ستونزې ډېرې وې، د ښځينه قشر نوم ليکنه کمه ده.))
دى وايي، چې د کب تر مياشتې به د ښځو د نوم ليکنې په شمېره کې د پام وړ بدلون راشي او ياده شمېره په تر نوي زرو ورسيږي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP