غزني(پژواک ۱۲ مرغومی ۹۲): د غزني مرکز اړوند د نوغي سيمې خلکو د نشه توکو څلور پلورونکي تر نيولو وروسته طالبانو ته سپارلي او ادعا کوي، چې په غزني کې د نشه يي توکو ازاد کاروبار روان دى او څوک يې مخه نه نيسي.
د غزني ښار يو قومي مشر معلم رازق وايي، چې پوليس هم د يادو توکو په کاروبار کې لاس لري او هم يې کاروي، چې له همدې امله يې په مخنيوي کې اقدام نه کوي.
نوموړي پژواک اژانس ته وويل، ترياک، هيرويين او چرس په ازاد ډول پلورل کېږي، چې له همدې امله د نشه يانو شمېر هم زيات شوى دى.
معلم رازق وايي،که پوليس د دغه کار مخه ونه نيسي، نو دوى به د ولس په مرسته د نشه يي توکو کاروبار بندکړي.
دا په داسې حال کې ده،چې دوه ورځې مخکې د غزني مرکز اړوند د قره باغي په سيمه کې خلکو د نشه يي توکو څلور پلورونکي ونيول او بيا يې طالبانو ته په لاس ورکړل.
د قره باغي کلي اوسيدونکي نوراحمد پژواک ته وويل، په دې وروستيو کې د دوى په سيمه کې د نشه يي توکو سوداګر، د چرسو او پوډرو پلورنکي زيات شوي وو، چې دغه کار ځوانانو ته ګواښ و.
وروسته د سيمې خلکو د يوې پرېکړې له مخې، د دغو توکو څلور پلورونکي ونيول او طالبانو ته يې وسپارل.
د ده په خبره، محمد عسى، غلام حسن، قيوم او ګل نبي هغه څلور کسان دي، چې د نشه يي توکو د پلور په تور خلکو ونيول او طالبانو ته يې وسپارل.
د نوموړي په وينا، د مرکز په سوېلي سيمو قره باغي، شهباز خان بازار او نوغي سيمو کې د نشه توکو کاروبار زيات شوى، چې له امله يې ځوانانو نشو ته مخه کړې ده.
د غزني ښار اوسېدونکى سيد روح الله وايي، د نشه يي توکو سوداګر له نورو ولايتونو دغه توکي غزني ته راوړي.
د ده په خبره، څه موده مخکې د غزني له محبسه د نشه يي توکو څو کارو بار کوونکي خوشې شول، چې له هغه وروسته په دغه کاروبار کې نور زياتوالى هم راغى.
د غزني امنيه قوماندان مل پاسوال غلام محى الدين سروري د قره باغي د خلکو ستاينه وکړه، چې د نشه يي توکو سوداګر يې نيولي، خو زياته يې کړه، چې نيول شوي کسان يې بايد د طالبانو پر ځاى حکومت ته سپارلي واى.
د ده په وينا، په دغه کار سره طالبان غواړي، چې د ولس په منځ کې باور ترلاسه کړي، په داسې حال کې، چې طالبان په خپله د نشه يي توکو په کاروبار کې لاس لري
امنيه قوماندان زياتوي، د غزني په ښار کې د نشه يي توکو کاروبار ناشونې ده ، خو د حکومت له واکه د باندې سيمو کې يو شمېر خلک دغه کاروبار کوي.
د سروري په خبره، په غزني کې له نشه يي توکو سره د مبارزې پوليسو څه موده مخکې شاوخوا يو ټن نشه توکي او په تړاو يې څو تنه هم نيولي وو.
دا په داسې حال کې ده، چې په غزني کې د معتادينو د درملنې مرکز راپور ورکړى و، چې په دغه ولايت کې شاوخوا ٥٠ زره تنه پر نشو روږدي دي.