جلال اباد (پژواک ١٢ مرغومى ٩٢): په ننګرهار ولايت کې د مرمرو فابريکو مسوولين وايي، چې د شېرزادو ولسوالۍ د مرمرو ډبرې په نړۍ کې سارى نه لري، خو هېواد ته واردېدونکو بې کيفيته مرمرو د دوى پر بازار بده اغېزه کړې ده.
په ياد ولايت کې د مرمرو فابريکو دغه مسوولين زياتوي ، چې د اړتيا وړ ټول خام توکي له شېرزادو ولسوالۍ راوړي.
په ننګرهار ولايت کې د ساحل مرمرو فابريکې مسوول حاجي روح الله پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د شېرزادو په ولسوالۍ کې د مرمر ستر او غني کانونه شته او دوى ټول خام توکي له هماغه ځايه راوړي.
د نوموړي په وينا، پخوا يې د شېرزادو ولسوالۍ د مرمرو کانونه د چاودنو په وسيله کيندل، خو اوس يې په عصري وسايلو کني، چې له امله يې د ضايعاتو مخه هم نيول شوې ده.
هغه زياته کړه: ((پخوا به چې د چاودنو په وسيله کيندنې کېدې، نو ډېر زيات ضايعات به يې لرل خو اوس د واير په نوم نوي سيستم سره دغه کار ترسره کوو.))
حاجي روح الله وويل، چې د شېرزادو ولسوالۍ د مرمرو ډبرې په بهرنۍ نړۍ کې د افغان وايټ په نوم يادېږي ، چې سارى يې نشته.
د ساحل مرمرو کمپنۍ مسوول زياتوي، چې له بهره په ټيټ کيفيت مرمر راوړل کېږي، په ټيټه بيه يې بازار ته وړاندې کوي ، چې له امله يې د دوى کارونه ټکني شوي دي.
نوموړى وايي: ((د هېواد د مرمرو ډبرو کيفيت ډېر لوړ دى، ځکه د شېرزادو له کان څخه کوم مرمر چې پروسس کېږي، هغه ګرمېږي نه، رنګ نه خرابوي او همدا شان نورې خوبايانې هم لري.))
د ده په خبره، ځينې کړۍ شته چې د کان کيندلو پر مهال دوى ته ستونزې جوړوي، خو دا چې دا کړۍ کومې دي، حاجي روح الله يې په اړه معلومات ورنه کړل.
حاجي روح الله وويل، چې د دوى بله لويه ستونزه د برېښنا نشتوالى دى، چې که دولت ورته برېښنا ولېږدوي، نو خپل کاروبار ته به پراختيا ورکړي او په کارونو کې به يې نور هم ښه والى راشي.
په جلال اباد کې د مرمر ډبرو فابريکې يوه بل چلوونکي حزب الله سعيدي پژواک اژانس ته وويل، چې د پخوا په پرتله يې په چارو کې ښه والى راغلى دى.
د نوموړي په وينا، کله چې هم په شېرزادو کې کان کيندي او خام مواد ترلاسه کوي، نو يو شمېر وسله والې کړۍ ترې پيسې اخلي.
دى وايي، چې وسله وال ترې په زور پيسې نه اخلي، خو ورته وايي چې په ياد کان کې د دولت سربېره د دوى حق هم شته.
د هغه په وينا، اوس په عصري وسايلو ډېرې اسانۍ سره خام مواد ترلاسه کولى شي، خو يواځې د ٢٠١٣ کال په وروستيو کې يې بازارونه ساړه شوي دي.
نوموړى زياتوي: ((د ٢٠١٤ کال اوازې ډېرې زياتې وې، نو اوس څوک مرمر هم ډېر نه اخلي او کورونه نه جوړوي.))
په خوګياڼو کې د مرمر کان د کيندونکو د يوې ډلې مشر شريف الله شېرزاد پژواک اژانس ته وويل، چې په کان کې د ضايعاتو مخه نيول شوې او اوس په ډېرو عصري وسايلو سره کان کني.
د هغه په وينا، اوس هم يو شمېر خلک په چاودنو او لاسي برمو کيندنې کوي ، چې له امله يې ضايعات رامنځته کېږي.
نوموړى وايي، چې اوس د واير په سيستم سره دوى په ډېرې اسانۍ د مرمر ډبرې را باسي او د پروسس لپاره يې فابريکو ته لېږي.
شېرزاد هم تاييدوي، چې يو شمېر وسله والو کړيو ته ځينې شرکتونه يوه اندازه پيسې ورکوي.
بلخوا د ننګرهار د کانونو رييس شکرالله طلوع پژواک اژانس ته وويل، چې په ننګرهار کې تر ټولو زيات کانونه د مرمر او تالک ( شوکاڼي) ډبرو دي، چې لوى کانونه يې په حصارک او شېرزادو ولسواليو کې موجود دي.
هغه زياته کړه: ((اوس په شېرزادو کې د کان کيندلو لپاره عصري وسايل شته ، چې له امله يې د ضايعاتو مخه نيول شوې ده، خو بيا هم ځينې ستونزې موجودې دي.))
د کانونو رييس وويل، چې د سپين غره په لمن کې د خوګياڼو اړوند د مرکيخېلو، ماماخېلو، کوديخېلو په سيمو کې د مرمر، شاه مقصودو او شوکاڼي ډبرو کانونه شته، چې اوس هم پر خپل سر په کې کيندنې ترسره کېږي.
دا چې په شېرزادو ولسوالۍ کې وسله وال له کان کيندونکو پيسې اخلي او که نه؟ په اړه يې د کانونو رييس ناخبري وښوده.
د شکر الله په وينا، ٢٠١٤ د کانونو پر چارو کوم تاثير نه دى کړى او د دوى قرارداديان په نورمال شکل خپل کارونه ترسره کوي.
د کانونو رييس د برېښنا د ستونزې په اړه وويل، چې حکومت د غازي امان الله خان په صنعتي ښارګوټي کې ځمکه جلا کړې ده او چې د ښارګوټي له فعالېدو سره سم به برېښنا هم ورته ولېږدول شي.
د هغه په وينا، په ښارګوټي کې لا دمخه د برېښنا پايې او مزي لګول شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP