غزني( پژواک،١٢ مرغومى ٩٢):د غزني ښار د نجونو د يوې ليسې دلسګونو زده کوونکو په کانکور کې د شموليت کارتونه ورک شوي، چې نن يې له همدې امله په ښار کې سوله ييز لاريون وکړ.
دغه زده کوونکې، چې شمېره يې شاوخوا ٢٠٠ تنو ته رسېده د پوهنې له رياست څخه يې غوښتنه کوله، چې د دوى ورک شوي کارتونه پيدا او خپل حق يې ورکړي.
د توحيداباد د نجونو ليسې زده کونکې شبانه وايي، دوى ته د بدل کارت ايډي ګانې ورکړل شوي او اصلي کارتونه نه دي ورته رسېدلي.
د دې په وينا، که د دوى خپل کارتونه ور نه کړل شي، نو په کانکور کې له ګډون به بې برخې شي.
د دې ليسې يوه بله زده کوونکې رحيمه وايي، د دوى د ښوونځي د پنځوس تنه زده کوونکو کارتونه ورک شوي دي.
د دې په خبره، چې د دوى کارتونه د لوړو زده کړو په وزارت کې ورک شوي ، کومه ايډي چې دوى ته پخوا ورکړل شوې وه له اوسنۍ ايډي سره توپير لري.
د دې په وينا، د نويو کارتونو ايډي د لوړو زده کړو وزارت په ويبپاڼه کې هم نه ده ثبت شوې کله چې دوى خپله ايډي پيدا کوي، نو هغه ايډي په نوموړې ويبپاڼه کې نشته.
رحيمه زياتوي، چې دوى به د خپل حق غوښتنه وکړي او که يې کارتونه ور نه کړل شي پراخ لاريونونه به وکړي.
د غزني د پوهنې رييس محمد عابد عابد هم وايي، چې د توحيد اباد د نجونو ښوونځي شاوخوا ٤٨ کارتونه ګډوډ شوي ، خو دوى په لټه کې دي، چې اصلي کارتونه را پيدا کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې څه موده مخکې په هلمند کې هم د شاوخوا سلو زده کوونکو کارتونه ورک شوي و.