ښرنه (پژواک ١٣ مرغومى ٩٢) : د پکتیکا ولايت په ۱۳ ولسوالیو کې له تېرو درې کلونو راهيسې د ځینو نامعلومو دلایلو پر اساس دکلیو دپراختیایي شوراګانو ۱۲۲ میلیونه افغانۍ د ملي پیوستون او د کلیو د پراختیا ریاست له لوري ځنډول شوې دي.
دغه څرګندونې د پکتيکا ولايت د کلیو د پراختیایي شوراګانو يوشمېر غړيو پژواک اژانس ته وکړې .
دوى وايي، چې څه باندې درې کاله مخکې یې په کلیو او بانډو کې بېلابېلې پروژې بشپړې شوې ،خواوس یې دملي پیوستون اداره پیسې نه ورکوي.
د پکتیکا دګیان ولسوالۍ دولوست دکلي دپراختیایي شورا مشر سادات خان پژواک ته وویل، نږدې درې کاله وړاندې دکلیو دپراختیا ریاست اودملي پیوستون په مرسته په یاده ولسوالۍ کې دبېلابېلو شوراګانو له لوري د استنادي دیوالونو دجوړېدو چارې پیل شوې، چې تر ډېره بریده دا پروژې بشپړې شوې او د ځينو یې کارونه نیمګړي پاتې دي.
نوموړي زیاتوي، له هغه مهاله تر اوسه ورته ددې پروژې پیسې نه دي ورکړل شوي ، چې چارې یې دشوراګانو په شخصي لګښت پر مخ وړل کېدې ،خودامهال دپروژې کارګران او دوکاندران دشوراګانو له مسوولینو څخه پیسې غواړي.
دده په خبره، په دې برخه له ګڼو ستونزو سره مخ دي او که یې ستونزه ژر هواره نه شي، نو لوړپوړو مقاماتو ته به مراجعه وکړي .
په زیړوک ولسوالۍ کې دبرک مؤسسې مشرشمس الرحمن دټیلیفون په کرښه پژواک ته وویل ، چې په نوموړې ولسوالۍ کې دملي پیوستون له خوا تا سیس شوې دکلیو دپر اختیا۴۰ شوراګانې فعالیت کوي.
نوموړی وایي، چې ددې شوراګانو له خوا د بشپړو شويو پروژو پیسې له کلونو راهیسې ځنډول شوې دي.
دشمس الرحمن په خبره:(( ډیری پروژې دشوراګانو او قرار دادیانو له خوا په شخصي لګښتونو بشپړې شوي، اوسمهال یې پیسې هم په بانک کې شته،خودبرک مؤسسې ددفتر دتړل کېدو اوځینو نورو دلایلو له امله یې پیسې په میاشتو او کلونو وځنډېډې.))
ده وویل چې دزیړو ک ولسوالۍ دپراختیایي شوراګانو اوس هم ۶۰ میلیونه افغانی نا درکه دي، چې دوی یې دځنډېدو په اصلي لامل نه پوهېږي.
دپکتیکا دولایتي شورا مرستیال فضل الرحمن کټوازی هم وایې، چې دخلکو پیسې ځنډیدلې دي، خو زیاتوي چې دحساب د روڼتیا اوشفافیت په خاطر دغه پروسه یو څه ټکنۍ شوې ده .
کټوازي پژواک ته وویل، دپیسو دځنډ لامل له تېرو شپږو میاشتو راهیسي دبرک مؤسسې دولایتي دفتر تړل کېدل دي.
دهغه په خبره، د ولایتي شورا او دملي پیوستون د مامورینو جدې هڅې روانې دي ، څو دبرک مؤسسې مرکزي اداره دې ته وهڅوي، چې بېرته په دې ولایت خپل دفتر پرانېزي .
خو په پکتیکاکې د ملي پیوستون مشر انجنیر جاوید احمدهجرت دخلکو داخبره سمه نه بولي ، چې د شوراګانو پیسې دې په کلونو ځنډېدلې وي.
دی وایې، له تېروشپږو میاشتو راهيسې دځینو تخنیکي او امنیتي ستونزو له امله دملي پیوستون پروګرام یو څه ټکنی شوی دی.
انجنیر هجرت زیاته کړه:(( د خلکو پیسې له موږ سره په بانک شته، داستونزه تر یو بریده هواره شوې او په نږدې راتلو نکي کې به دشوراګانو پاتې پیسې هم ورکړي.))
ده وویل، د کلیو دپراختیا وزارت څو ځلې په پکتیکاکې د بر ک له همکارې موسسې سره په اړیکه کې شوى، څوبېرته په دغه ولایت کې خپل دفتر پرانیزي،خو هغوی دځینو اداري او امنیتي ستونزو له امله تراوسه دې ته نه دي حاضر شوي ،څو په پکتیکا کې بېرته خپل دفتر پرانیزي.
هغه وایې، د وزارت مقام او ولایتي اداره په دې هڅه کې ده، چې په خپله د برک او یا د برک مؤسسې بدیل پیداکړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP