Language

 جلال اباد(پژواک١٤مرغومى٩٢): د لغمان په مرکز مهترلام کې د مرکزي سل بستريز روغتون لپاره د ٢٥٦ ميليونو افغانيو په ارزښت د ودانۍ د بنسټ ډبره کېښودل شوه.

 په دې مراسمو کې چې د مرغومي په ١٤مه، د لغمان په مرکز کې جوړ شوي وو، د عامې روغتيا وزيرې، د لغمان والي او يو شمېر نورو چارواکو برخه اخيستې وه.

 د عامې روغتيا وزيرې ډاکټر ثريا دليل پژواک خبري ژانس ته وويل، د لغمان د مرکزي روغتون لپاره دغه ستره ودانۍ به په شاوخوا دوو کلونو کې جوړه او ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.

 هغې زياته کړه، په دې ودانۍ کې به سل بستره موجود وي او ټول لګښت يې ٢٥٦ ميليونه افغانۍ کېږي.

 د نوموړې په وينا،  دا د ٢٠١٤ کال له پراختيايي پروګرامونو څخه يو کار دى، چې نن يې د بنسټ ډبره کېښودل شوه.

 د عامې روغتيا وزيره وايي، يادې پيسې به د عامې روغتيا د وزارت له لوري ورکړل شي او د دغې ودانۍ په جوړولو سره به د لغمان د ټولو اوسېدونکو او د نورستان د درېيو ولسواليو د خلکو روغتيايي ستونزې راکمې شي.

 د لغمان والي ډاکټر فضل الله مجددي وايي، د دې روغتونو په جوړېدو سره به شاوخوا د دوو ميليونو وګړو روغتيايي ستونزې هوارې شي.

 هغه زياته کړه، دا مهال دوى د روغتون د ودانۍ د نه شتون له امله له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

 نوموړي دا هم وويل، چې د ٢٠١٤ کال پيل يې له پراختيايي پروژو څخه کړى او په راتلونکي کې په نورې انکشافي پروژې هم پلې کړي.

 په ولسي جرګه کې د لغمان د خلکو استازې زيفنون ساپۍ، پژواک اژانس ته د روغتون د ودانۍ د بنسټ د ډبرې په کېښودو خوښي وښوده او زياته يې کړه، چې دا يې يو ستر ارمان و.

 نوموړې د روغتيا پر چارواکو غږ وکړ، چې د لغمان په يو شمېر نورو ولسواليو کې دې هم ورته کلينيکونه مجهز کړي، ترڅو د لرو پرتو ولسواليو اوسېدونکي اړ نه شي چې مرکز ته راشي.

 نوموړې وايي، د روغتون په جوړېدو سره به د غربي نورستان د اوسېدونکو ستونزې هم هوارې شي او هغه مشکلات، چې پخوا يې لرل، د ودانۍ له جوړېدو وروسته به ورته د پاى ټکى کېښودل شي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.