جلال اباد (پژواک ١٤ مرغومى ٩٢): د ننګرهار چارواکي وايي، چې په غني خېلو ولسوالۍ کې پر افغان او بهرنيو ځواکونو شوى ډله ييز ځانمرګى بريد د شپږو بريد کوونکو پر وژلو پاى ته ورسېد.
د ننګرهار د والي وياند احمدضياء عبدالزي د مرغومي په ١٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه بريد نن سهار اوه بجې پيل شو او تر ٤٠ دقيقو نښتې وروسته پاى ته ورسېد.
هغه زياته کړه، چې په دې نښته کې شپږ بريد کوونکي وژل شوي، خو افغان او نړيوالو ځواکونو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
د غني خېلو ولسوال معلم معشوق پژواک اژانس ته وويل، چې بريد په سيمه کې د افغان او ناټو ځواکونو پر ګډ پوځي مرکز شوى و.
د نوموړي په وينا، په دغه مرکز کې ملي اردو، سرحدي پوليس او ناټو ځواکونه مېشت دي.
ولسوال وويل، چې يوه ځانمرګي بريد کوونکي له چاودېدونکو توکو ډک خپل موټر ته په نظام قراول کې چاودنه ورکړه او تر چاودنې وروسته پنځو نورو بريد کوونکو جګړه پيل کړه.
هغه زياتوي، چې په دې نښته کې شپږ بريد کوونکي وژل شوي، خو د بهرنيانو له مرګ ژوبلې يې معلومات نه درلودل.
په کابل کې د ايساف ځواکونو مطبوعاتي دفتر پژواک اژانس ته ومنله چې نن سهار د افغانستان په ختيځ کې د دوى پر پوځي اډې ځانمرګى بريد شوى دى.
سرچينې زياته کړه، چې په دغه بريد کې يې يو سرتېرى وژل شوى، خو د ټپيانو په اړه يې معلومات ورنه کړل.
ايساف وايي، چې په نښته کې پنځه بريد کوونکي هم وژل شوي دي.
د غني خېلو د ملکي روغتون مسوول ډاکټر رحمان ګل پژواک اژانس ته وويل، چې دوى ته له ساحې دوه ملکي ټپيان ور وړل شوي دي.
هغه د ټپيانو روغتيايي حالت د ډاډ وړ وباله.
د سيمې يوه اوسېدونکي زاهدالرحمن پژواک ته وويل، چې سهار وختي لومړى سخته چاودنه وشوه او وروسته ډزې پيل شوې.
د نوموړي په وينا، کېداى شي له امله يې په نږدې کورونو کې ځيني کسان ټپيان شوي وي، خو وروسته سخته نښته رامنځته شوه.
وسله والو طالبانو د دغه بريد مسووليت پر غاړه اخيستى دى.
طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې نن سهار اته بجې يوې ډلې بريد کوونکو په غني خېلو ولسوالۍ کې د ګډو ځواکونو پر مرکز بريدونه ترسره کړى دى.
هغه زياته کړه، چې په دغه بريد کې ګڼو کورنيو او بهرنيو سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP