لښکرګاه (پژواک ١٤مرغومى٩٢): د هلمند د مرکز لښکرګاه ښار يو شمېر اوسېدونکي وايي، چې د پوهنې له رياست څخه غلا شوي خوراکي توکي په ښکاره په بازار کې پلورل کېږي.
د اجمل په نامه د لښکرګاه يوه اوسېدونکي پژواک خبري اژانس ته وويل، په خپله يې وليدل چې د ملګرو ملتونو له خوا د پوهنې له رياست سره مرسته شوي بسکوټ په بازار کې پلورل کېدل.
هغه زياته کړه، توکي د مسوولو کسانو له خوا د بازار پر هټۍ والو پلورل کېږي.
نوموړي له اړوندو چارواکو غوښتنه وکړه، چې په دې کار کې ښکېل کسان ونيسي او سزا ورکړي.
د عبدالحميد په نوم يو بل تن پژواک ته وويل چې غوړي، بسکوټ او نورو توکي چې د ملګرو ملتونو د خوراک د پروګرام له خوا د پوهنې رياست ته ورکول کېږي، له نورو توکو سره ښکاره توپير لري.
د ده په خبره، يوه ورځ د پوهنې رييس وروسته له هغه چې عامو اوسېدونکو بازار کې د بسکوټو له پلور څخه خبر کړ، يو تن ونيوه.
دغه ستونزه د هلمند د پوهنې رييس عبدالمتين جعفر هم نه ردوي او وايي، ښايي په دې برخه كې ځينې كسان ښكېل وي.
هغه له امنيتي ارګانونو او خلكو غوښتنه وکړه، چې په دې برخه كې ښكاره ثبوتونه وړاندې او د يادو کسانو په نيولو كې له دوى سره لاس په كار شي.
هغه پژواک اژانس ته وويل، چې يادې شوې مرستې د زده كوونكو لپاره دي؛ پلور او پېر يې په كلكه بند دى.