Language

د وسله والو شپږ کسيزه ډله د سولې له پروسې سره يوځاى شوه

اسعداباد (پژواک ١٤ مرغومى ٩٢): د وسله والو مخالفينو يوه شپږ کسيزه ډله په کونړ ولايت کې د سولې له پروسې سره يو ځاى شوه.

د کونړ والي شجاع الملک جلاله د مرغومي په ١٤مه د دغو کسانو د يو ځاى کېدو په مراسمو کې پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه ډله په وټه پور ولسوالۍ کې يې د دولت پر  ضد وسله وال فعاليتونه کول .

هغه زياته کړه، چې دوى د طالبانو د امارت له ډلې سره تړاو درلود، د ملي امنيت او قومي مشرانو د هلو ځلو په پاىله کې د سولې له بهير سره يو ځاى شول.

دى وايي، چې دوى له ځان سره سپکې، درنې وسلې او مهمات هم راوړي او ژمنه يې کړې چې تر دې وروسته به د سولې او بيارغونې لپاره کار کوي.

والي وويل، دوى هڅه کوي، چې د دغو کسانو لپاره د کار زمينه برابره کړي څو وکولى شي خپل عادي ورځنى ژوند پر مخ بوځي.

د جلاله په وينا، تر اوسه په دغه ولايت کې ٢٥٣ کسان د سولې له بهير سره يو ځاى شوي دي.

د يو ځاى شوې ډلې مشر محمدنبي پژواک خبري اژانس ته وويل، اوس چې له وټه پور ولسوالۍ څخه بهرنيان وتلي، نو دوى نه غوښتل نوره جګړه وکړي.

هغه زياته کړه، چې له دې وروسته به له نورو افغانانو سره څنګ په څنګ د سولې او بيارغونې لپاره کار کوي.

نوموړي ژمنه وکړه، چې نور مخالفين به هم وهڅوي چې د سولې له پروسې سره يو ځاى شي.

Related Topics