غزني، کندهار (پژواک ۱۴ مرغومی ۹۲): په غزني او کندهار ولايتونو په بېلا بېلو چاودنو کې اووه ملکي وګړي ټپيان شوي دي.
د غزني مرستيال والي محمد علي احمدي د مرغومي په ١٤مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې مازيګر مهال د غزني ښار د زاړه ښار “بالاحصار” په سيمه کې چاودنه وشوه.
هغه زياته کړه، چې په يوه کور کې د دې چاودنې له امله درې ماشومان ټپيان شوي دي.
د احمدي په وينا، دا چې په کور کې چاودنه څه ډول رامنځته شوې، په دې اړه پلټنې پيل شوې دي.
خو د غزني د ملکي روغتون مشر ډاکټر بازمحمد همت پژواک ته وويل، چې دوى ته له يادې چاودنې پنځه ټپيان راوړل شوي، چې د يوه روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى.
دا په داسې حال کې ده چې نن تر غرمې وروسته، د غزني ښار په يوه بله چاودنه کې د پاڅونوالو يو قوماندان سخت ټپي شو.
بل خوا د کندهار په پنجوايي ولسوالۍ کې د سړک غاړې ماين په چاودنه کې دوه ملکي وګړي ټپيان شوي دي.
د ولايت مقام مطبوعاتي دفتر مسوول جاوېد فيصل وايي، ياده پېښه د پنجوايي په ګرګان نومي کلي کي رامنځته شوې، خو تر پېښې سمدستي وروسته ټپيان په بېړني ډول د کندهار ميرويس روغتون ته د درملنې په موخه لېږدول شوي دي.