جلال اباد ( پژواک ١٤ مرغومى ٩٢ ) : د ننګرهار په غني خېلو ولسوالۍ کې پر افغان او بهرنيو ځواکونو ځانمرګى بريد شوى دى.
د غني خېلو ولسوال معلم معشوم د مرغومي په ١٤مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن سهار يوه ډله ځانمرګي بريد کوونکي په ولسوالۍ کې دامريکايي ځواکونو پر پوځي اډې ډله ييز بريد کړى دى.
هغه زياته کړه چې تر اوسه په نښته کې شپږ بريد کوونکي وژل شوي، خو د بهرنيانو د مرګ ژوبلې په اړه يې معلومات نه درلودل.
وسلوالو طالبانو ددې بريد مسووليت په غاړه اخيستى دى.
په دې اړه به نور جزئيات وروسته خپاره شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP