کابل (پژواک ١٤ مرغومى ٩٢): د غور ولايت د امنيه قوماندانۍ د مخابرې امر په کابل ښار کې له پوليسو سره تر لفظي شخړې وروسته ووژل شو.
د کورنيو چارو وزارت د ١١٩ پوليسو رييس سمونوال همايون عيني نن (د مرغومئ ١٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا پېښه تېر مازديګر د کابل ښار د حاجي نبى ښارګوټي په ” اميد سبز” تفريح ځاى کې رامنځته شوې ده.
هغه په ډاګه کړه، چې دا پېښه په کابل ښار کې د شپږمې امنيتي حوزې د پوليسو او د غور ولايت د پوليسو د مخابرې امر ساتمن محمديوسف تر منځ تر لفظي شخړې وروسته رامنځته شوې ده.
د نوموړي په وينا، په دې پېښه کې د غور ولايت د مخابرې مدير وژل شوى او د شپږمې حوزې يو پوليس ټپي دى.
د ده په وينا، چې په دې اړه پلټې پيل شوې او يو کس يې د قضيې په تړاو نيولى دى.
د پوليسو يوې سرچينې، چې د نوم له اخيستلو يې ډډه کوله پژواک ته وويل، چې د غور ولايت د مخابرې امر د کابل ښار د شپږمې امنيتي حوزې د امر د يوه خپلوان له خوا تر وهلو ټکولو وروسته پر ډزو وژل شوى دى.
سرچينې د دې نښتې علت، چې يو پوليس افسر په کې ووژل شو، بشپړ څرګند نه کړ، خو ويې ويل چې د لومړنيو معلوماتو له مخې مناقشه د يوې نجلۍ پر سر رامنځته شوې ده.
خو د شپږمې امنيتي حوزې امر مل پاسوال حفيظ الله علي زاده دا ادعا چې ګني يو پوليس افسر د ده د يوه خپلوان له خوا وژل شوى، په بشپړه توګه رد کړه.
د شپږمې حوزې امر دا پېښه، چې په پايله کې يې د غور ولايت د مخابرې امر ووژل شو، تاييد کړه خو ويې ويل، چې په دې اړه څېړنې پيل شوې او عاملين به يې هم که هر څوک وي، ډېر ژر ونيول شي او له قانون سره سمه جزا به ورکړي.
په ورته وخت کې د دغه پوليس افسر يوه ګاونډي محمدجان قمبري پژواک ته وويل چې د غور د مخابرې امر کورنۍ په کابل کې ژوند کوي او نوموړى د رخصتۍ تېرولو لپاره کابل ته راغلى و.
هغه زياته کړه، چې تېره ورځ د مخابرې مدير له تومانچې او مخابرې سره اميد سبز تفريح ځاى ته تللى و او کله چې د پوليسو له پلټې سره مخ شو، نو لفظي شخړه او نښته رامنځته شوه.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP