جلال اباد (پژواک ١٥ مرغومى ٩٢): چارواکو تېر کال په ننګرهار کې د زر بستريز روغتون د جوړولو خبر ورکړى و، دغه راز پاکستان له څو کلونو راهيسې د پښتورګو د روغتون د جوړولو چارې پيل کړي، خو د دواړو روغتونونو برخليک تر اوسه نه دى معلوم.
پوره يوکال وړاندې په همدې مياشت کې د عامې روغتيا وزارت مرستيالې ناجيې طارق ننګرهار ولايت ته د سفر پر مهال له پژواک اژانس سره په يوه مرکه کې ويلي و، چې دوى غواړي په دغه ولايت کې زر بستريز روغتون جوړ کړي.
هغې زياته کړې وه، چې د دغه روغتون ټول قانوني چارې بشپړې شوي او يواځې د عملي چارو لپاره يې ځمکې ته اړتيا ده.
د ننګرهار پخواني والي ګل اغا شېرزي هغه مهال ويلي و، چې ياد زر بستريز روغتون لپاره يې د حصارشاهي په دښته کې ٤٠٠ جريبه ځمکه ورکړې ده، د عامې روغتيا وزارت کولى شي، چې کارونه په کې پيل کړي.
خو دا دى له يادې ژمنې يو کال بشپړ شو، خو تر اوسه د دغه روغتون د جوړولو لپاره هېڅ نور اقدامات نه دي شوي او د چارواکو ژمنه همداسې پاتې ده.
د ننګرهار د والي وياند احمدضياء عبدالزي د مرغومي په ١٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې والي مولوي عطاء الله لودين پرون ناوخته د جلال اباد په قصر کې د عامې روغتيا له وزيرې ډاکټر ثريا دليل سره د ليدنې پر مهال يو ځل بيا د ياد زر بستريز روغتون پر جوړولو ټينګار وکړ.
والي د ليدنې پرمهال زياته کړه، چې د ختيځې سيمې ټول عاجل او غيرې عاجل ناروغان د ننګرهار حوزوي روغتون ته راوړل کېږي، خو ياد روغتون بيا دومره وړتيا نه لري.
مولوي عطاء الله لودين د عامې روغتيا له وزيرې وغوښتل ، چې په دغه ولايت کې دې زر بستريز روغتون ،چې پخوا يې ژمنه کړه وه، جوړ کړي.
د هغه په وينا، په ننګرهار کې د روغتيا کار کوونکو ورته څو ځلې شکايت کړى ، چې د عامې روغتيا د مرکزي روغتون يو شمېر تعميرونه د نړېدو له ګواښ سره مخ دي.
لودين زياته کړه، چې که دوى په دې برخه کې جدي ګامونه پورته نه کړي، نو ډېر لوى ناورين به رامنځته شي.
د عبدالزي په وينا، د عامې روغتيا وزيرې ډاکټر ثريا دليل د ننګرهار د والي وړانديزونه پر ځاى وبلل او ډاډ يې ورکړ، چې د وړانديزونو د تعقيب تر څنګ به د دغه ولايت د روغتيايي ستونزو حل او د بډوډو روغتون د ودانۍ تخنيکي څېړنې لپاره يوه کاري کمېټه وګوماري او له مخې به يې د ولايت له مقام سره په ګډه لازم اجراات وکړي.
د ننګرهار د عامې روغتيا رييس ډاکټر بازمحمد شېرزاد پژواک اژانس ته وويل، چې د يادو روغتونونو او اوسني روغتون په اړه يې ټولې ستونزې له والي او وزيرې سره پرون شريکې کړي دي.
هغه زياته کړه، چې نه يواځې د اوسني روغتون لپاره يې د نوو ودانيو د جوړولو، بلکې د زر بستريز روغتون د جوړولو غوښتنه يې هم وکړه.
ډاکټر شېرزاد وايي، چې که نوى زر بستريز روغتون جوړ شي، نو د څلورو ختيځو ولايتونو تر څنګ د کابل د سروبي او د کاپيسا ولايت ناروغانو هم دلته درملنه کېداى شي.
نوموړي زياته کړه، چې د ننګرهار والي او د عامې روغتيا وزيرې ژمنه وکړه، چې په نږدې وخت کې به له چارواکو سره يوه بله ناسته هم ولري، تر څو په جلال اباد کې د پاکستان له لوري د بډوډو (پښتورګو) جوړ شوي لوي روغتون په اړه سره وغږېږي.
هغه زياته کړه: ((د پاکستان له قونسل سره به په دې اړه خبرې وکړو، يا دې د دغه روغتون ټول وسايل را انتقال کړي او د پښتورګو يو تخصصي روغتون دې فعال کړي.))
دى وايي، چې که د پاکستان هېواد هلته وسايل نه را انتقالوي، نو بيا به په دې برخه کې چارواکي تصميم ونيسي، څو مرکزي روغتون هلته ولېږدوي.
نوموړى وايي، چې د وزارت له لوري پلان نيول شوى و، چې په ١٣٩١ کال کې د ننګرهار پر زر بستريز روغتون کار پيل کړي ، خو په تېر او روان کال کې د بوديجې د کمښت له وجې يې چارې پاتې شوې دي.
سرچينې وايي، چې د ماليې وزارت ورته ډاډ ورکړى ، چې دا ځل به يې د وړانديز په صورت کې ورته بوديجه منظوره شي.
د ولسي جرګې پخواني غړي حاجي عزيزالرحمن پژواک ته وويل، چې د عامې روغتيا وزارت يو کال وړاندې له دوى سره ژمنه کړې وه ، چې په ننګرهار کې به يو زر بستريز روغتون جوړېږي، خو هر څه يواځې ژمنې پاتې شوې دي.
هغه زياته کړه: ((داسې خبر شوي يو چې ولايت مقام ورته ځمکه هم ورکړې او په وزارت کې يې کارونه هم خلاص شوي، خو تر اوسه پورې کار پيل نه شو.))
نوموړى وايي، چې په دې برخه کې هم ولايتي ادارې او هم د روغتيا وزارت لټي کړې، ځکه چې د ١٣٩١ کال په بوديجه کې بايد دغه روغتون جوړ شوى واى.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP