Language

د پاڅون قوماندان د ټپونو له امله ومړ

غزني( پژواک،١٥ مرغومى ٩٢): چارواکي وايي، چې د غزني د اندړو ولسوالۍ د پاڅون قوماندان شاهين په چاودنه کې تر ټپي کېدو وروسته تېره شپه په روغتون کې سا ورکړه.

د غزني د ملکي روغتون رييس ډاکټر باز محمد همت وايي، چې د پاڅون د قوماندان روغتيايي حالت له اوله د اندېښنې وړ و.

د همت په وينا، نوموړى يې د ښې درملنې لپاره په غزني کې د بهرنيو ځواکونو پوځي روغتون ته ولېږداوه، خو تېره شپه يې د ژورو ټپونو له امله سا ورکړه.

د اندړو ولسوال قاسم ديسيوال وايي، چې قوماندان شاهين د اندړو ولسوالۍ د خانانو د کلي اوسېدونکى و او ٢٦ کاله عمر يې درلود.

ولسوال زياتوي، د شاهين ملګري د اندړو ولسوالۍ ٢٨ کلي د وسله والو طالبانو له منګولو خلاص کړل او همدوى و، چې اوس په سيمه کې د بيارغونې کارونه روان دي.

د قوماندان شاهين پرموټر پرون مازيګر په غزني ښارکې چاودنه وشوه او په ترڅ کې يې نوموړى سخت ژوبل شو.

اندړ د غزني سوېل لورته په ٣٠ کيلومترۍ کې پرته ولسوالۍ ده،چې يو نيم کال مخکې په کې د سيمې د خلکو له خوا د طالبانو ضد پاڅون پيل شو.

Related Topics