Language

د پنځو پاکستانيانو په ګډون ١٥ وسله وال ووژل شول

غزني ښار(پژواک ۱۵ مرغومی ۹۲)،چارواکي وايي،چې د غزني په آب بند او ګيلان ولسواليو کې د پنځو پاکستاني طالبانو په ګډون ١٥ وسله وال طالبان وژل شوي اوګڼ شمېرنور ټپيان  دي.

د آب بند ولسوال الله داد حليمي د مرغومي په ١٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه نښته تېره ورځ مازيګر د ګډو ځواکونو او وسله والو تر منځ د جانګل په سيمه کې رامنځ ته شوه.

ولسوال زياتوي، د وژل شويو ټولو وسله والو مړي د جګړې په ډګر کې پاتې دي، چې په دوى کې د دوو قوماندانانو مړي هم شته.

حليمي زياته کړه، جګړې درې ساعته دوام درلود او په ترڅ کې يې ګډو امنيتي ځواکونو ته وسلې او موټر سايکلونه هم په لاس  ورغلي دي.

 خو طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې په دې نښته کې يې شپږ پوليس وژلي، يو رينجر موټر يې هم نيولى او دا يې ومنله ، چې د دوى دوه ملګري هم وژل شوي دي

دغه راز  د ګيلان ولسوال محبوب الله سباوون وايي، چې د شال او جنډي په سيمو کې د ملا عالم په ګډون درې وسله وال ووژل شول او دوه نور ټپيان شول.

دا په داسې حال کې ده، چې وړمه ورځ هم د ګيلان په ولسوالۍ کې هم له افغان ځواکونو سره په نښته کې د يوه قوماندان په ګډون د پنځو وسله والو د وژل کېدو خبر ورکړل شوى و.