جلال اباد (پژواک ١٦ مرغومى ٩٢): د ننګرهار په بټي کوټ ولسوالۍ کې د بې پيلوټه الوتکې په بريد کې د وژل شوو وسله والو مخالفينو شمېر ٩ تنو ته ورسېد.
د ننګرهار امنيه قوماندان مل پاسوال فضل احمد شېرزاد د مرغومي په ١٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې پرون مازديګر ناوخته د بټي کوټ ولسوالۍ د عنبرخانې او د مومندرې د ګړاباوې ترمنځ سيمه کې د وسله والو مخالفينو پر يوه ډاډسن موټر د بې پيلوټه الوتکې بريد شوى دى.
دى وايي، چې د بريد په پايله کې نهه وسله وال مخالفين وژل شوي .
د نوموړي په وينا، ياد وسله وال مخالفين له څارګرې الوتکې څارل شوي وو.
د ده په خبره، له وسله والو سره وسلې او چاودېدونکي توکي هم په موټر کې بار وو چې په بريد کې له منځه تللي دي.
د سيمې اوسېدونکي عين الله رسولي پژواک اژانس ته وويل، چې له بې پيلوټه الوتکې دوه بريدونه شوي چې يو يې پر يوه پيکپ موټر شوى چې په کې سپاره شپږ تنه وژل شوي او بل بريد يې پر پليو وسله والو و، چې په کې درې تنه وژل شوي دي.
يوې امنيتي سرچينې د نوم نه ښودلو په شرط پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په وژل شوو کې د وسله والو يو سيمه ييز قوماندان چې په شاهين مشهور و، هم وژل شوى دى.
د يادې پېښې په اړه وسله والو رسنيو ته څه نه دي ويلي.
د بټي کوټ ولسوالۍ د عنبرخانې او د مومندرې د ګړاباوې ترمنځ سيمه د سيند لوري ته موقعيت لري او وسله وال مخالفين په رڼا ورځ په کې په ډاډه زړه ګرځي راګرځي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP