جلال اباد(پژواک،١٦مرغومى٩٢): د تورخم –جلال اباد پر لويه لار د دوو موټرو د ټکر له امله څلورو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ننګرهار د ترافيکو مديرسمونوال اسدالله يوسفزي د مرغومي په ١٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې نن شاوخوا يوولس بجې د تورخم-جلال اباد پر لويه لار د ثمرخېلو په سيمه کې د دوه کرولا ډوله موټرو د ټکر له امله يو تن وژل شوى اودرې نور ټپيان دي.
هغه زياته کړه ، چې ټکر د موټر چلوونکو د بې احتياطۍ له امله رامنځته شوى دى.
عيني شاهد عبدالغفار کامياب پژواک ته وويل ، چې په ټکر کې يې د دوو تنو جسدونه ليدلي، چې ژوند يې له لاسه ورکړى دى.
هغه زياته کړه، چې دواړه کرولا ډوله موټر په ډېرې تېزۍ سره روان و، چې د بې احتياطۍ له امله يې ټکر رامنځته شو.
نوموړى وايي،دوه ټپيان يې هم ليدلي ، چې روغتيايي حالت يې نازک و.
د ننګرهار د ملکي روغتون يوه ډاکتر پژواک ته وويل، چې د پېښې له سيمې ورته دوه ټپيان وروړل شوي ، چې دا مهال تر درملنې لاندې دي.
ياده دې وي ، چې د تورخم-جلال اباد پر لويه لار هره ورځ ترافيکي پېښې رامنځته کيږي،چې تېر کال په دغه سړک سلګونو مسافرينو ته د ترافيکي پېښو له امله مرګ ژوبله اوښتې وه.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP