غزني ښار (پژواک ۱۶ مرغومی ۹۲): ملي امنيت د غزني د قره باغ ولسوال د بزګرو لپاره مرسته شوو ۹۰ ټنه غنمو د خرڅلاو په تور نيولى او څارنوالۍ ته يې سپارلى دى.
د غزني د استيناف څارنوالۍ رييس عبدالرشيد عابد وايي، ملي امنيت تېره ورځ د قره باغ ولسوال فضل الرحمن نظروال په دې تور نيولی، چې د بزګرو په نوم يې د کرنې له رياست څخه ۹۰ ټنه غنم اخيستي وو.
نوموړى زياتوي، چې نوموړي ولسوال دغه غنم پر دوو دوکاندارانو په ١،٣ ميليونه افغانۍ پلورلي او پيسې يې خپل جېب ته اچولې دي.
د څارنوال په وينا، د قره باغ ولسوال د ولسوالۍ د بازار له شپږو دوکاندارانو د ښاروالۍ په نوم هره مياشت ٨٠٠٠ افغانۍ پر خپل سر اخيستې او دولتي بوديجې ته يې نه سپارلې.
عبدالرشيد عابد وايي، چې اوسمهال ولسوال تر پوښتنو ګروېږنو لاندې دى، که يې جرمونه ثابت شي محکمه به يې په اړه وروستۍ پرېکړه وکړي.
څارنوال زياتوي، په دې اړه يې پلټنې پيل کړي، که نور دولتي مامورين په اختلاس کې لاس ولري نو وبه يې نيسي.
په ولايتي شورا کې د قره باغ د خلکو استازې حميده ګلستاني هم وايي، چې ولسوال د قره باغ د بزګرو په نوم د کرنې له رياسته زياته اندازه غنم اخيستي او بيا يې په بازار کې پلورلي دي.
ګلستاني زياتوي، د قره باغ ولسوال فضل الرحمن نظروال هېڅ وړتيا نه لري بلکې په واسطه مقرر شوى دى.
څو کاله مخکې د قره باغ يو بل ولسوال محمد حسن فيضي هم د غنمو د غلا په تور نيول شوى و، خو تر لنډې مودې بند وروسته بېرته ازاد شو.