Language

د ولس ملاتړ په امنيت راوستو کې اغېزمن تمامېداى شي

مزارشريف (پژواک ١٦ مرغومى ٩٢): د سرپل ولايت امنيتي مسوولين وايي، چې د عامو خلکو ملاتړ ترلاسه کول، د امنيت راوستو لپاره تر ټولو ګټوره لاره ده.

دوی وايي، چې د روان کال په اوږدو کې د بېلابېلو امنيتي فعاليتونو په ترڅ کې ۵۰ وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې او۲۰ نور د سولې د پروسې له لارې له دولت سره يو ځای شوي دي.

همداراز په دغه ولايت کې د امنيتي ارګانونو د ودانيو بيارغونې اړوند هم ځينې چارې تر سره شوې دي.

د سرپل امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالرووف تاج د مرغومي په ۱۶مه له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وويل، چې د تېرکال په پرتله سږ کال د سرپل ولايت امنيتي حالات ډاډمن شوي او په وروستيو درېيو مياشتو کې يې د ولس د ملاتړ په پايله کې خورا مثبت بدلون کړی دی.

نوموړي زياته کړه، که څه هم څه موده وړاندې د دغه ولايت په کوهستانات ولسوالۍ کې د وسلوالو مخالفينو د کړنو له امله سيمه يو څه ناامنه او د ټاکنو د کارت ورکولو چارې يې هم تر يو حده ټکنۍ کړې وې؛ خو اوس حالات د دوی په ولکه کې دي.

د هغه په وينا، دوی هڅه کوي چې د عامو خلکو ملاتړ ترلاسه کړي، چې د امنيت راوستلو تر ټولو ګټوره لاره ده.

مل پاسوال تاج د روان کال د امنيتي لاسته راوړنو په اړه وويل، چې د سيمې د امنيت ساتنې په موخه يې بېلابېلا چاڼيز عمليات ترسره کړي دي.

نوموړي زياته کړه، چې د همدغو عملياتو په ترڅ کې ۳۵ وسله وال مخالفين وژل شوي او ۱۵ نور ټپيان دي.

د هغه په وينا، د يادو عملياتو په اوږدو کې امنيتي پوليسو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده، چې ۱۹ پوليس وژل شوي او ۹ نور يې د سړک غاړې د ماينونو په چاودونو کې ټپيان شوي، چې اوس يې ځينې روغ او ځينې يې لا هم تر درملنې لاندې دي، چې روغتيايي حالت يې ډاډمن دی.

همدا راز ۸۳ ميله بېلابېل ډوله وسله يې ترلاسه کړي، چې ۵۶ ميله يې ډاياګ ته سپارلي او پاتې د خپلو اړتياوو د پوره کېدو په موخه د قوماندانۍ په ولکه کې دي.

تاج وويل، چې د روان کال په اوږدو کې د سولې عالي شورا د پروسې له لارې او د عامو خلکو په مرسته ځينو وسله والو مخالفينو له جنګ څخه لاس اخيستى او له دولت سره يو ځای شوي دي.

نوموړي زياته کړه، چې د يادې پروسې له لارې ۲۰ وسله وال له دولت سره يو ځای شوي او وسلې يې ډاياګ ته سپارل شوې دي.

د هغه په وينا، د همدغو عملياتو په پايله کې د کوهستانات ولسوالۍ امنيتي حالت ډاډمن شوی او د سرپل او شبرغان لويه لاره، چې تېر کال به وخت ناوخت د وسله والو مخالفينو او وسله والو غلو له خوا نا امنه کېده په پوره توګه په امن کې ده.

همداراز هغه، لس ورځې مخکې د وسله والو مخالفينو له ولکې څخه د ملي پيوستون د يو موټر خوراکي توکو د بېرته ترلاسه کېدو يادونه هم وکړه، چې د دغه ولايت د صياد ولسوالۍ په ګنده سيمه کې وسله والو مخالفينو تښتولي وو.

مل پاسوال تاج همداراز په روان کال کې د امنيتي ارګانونو اړوند د بيارغونې د ځينو چارو د پيل کېدو خبره هم وکړه.

نوموړي زياته کړه، چې د امريکا متحده ايالاتو په مالي مرسته د دوه نيم ميليونه امريکايي ډالرو په لګښت په ۲۰ جريبه ځمکه کې د امنيه قوماندانۍ د ودانۍ د جوړېدو چارې ۷۵ سلنه بشپړې شوې دي.

همداراز د دولتي بوديجې پر مټ په څلور جريبه ځمکه کې د ترافيکو د مديريت د ودانۍ چارې، د امنيه قوماندانۍ د مېلمستون د ودانۍ چارې، د ۴۰۰ کسيز غونډو د تالار چارې او د امنيه قوماندان د کور د ودانۍ چارې هم ۴۰ سلنه بشپړې شوې دي.

د سرپل ولايت اوسېدونکي که څه هم د تېر کال په پرتله د امنيتي حالت د ښه کېدو پخلی کوي؛ خو لا هم په ځينو سيمو کې د وسله والو مخالفينو د شتون له امله اندېښمن دي.

د دغه ولايت د کوهستانات ولسوالۍ اوسېدونکي محمد جمعه پژواک ته وويل، چې د دې ولسوالۍ د ځينو سيمو امنيتي حالت ښه شوی خو لا هم په کې په ځينو سيمو کې وسله وال مخالفين شته دي.

نوموړي زياته کړه، چې د يادې ولسوالۍ په دره ميانه او دره زنشين سيمو کې لا هم په ښکاره توګه وسله وال مخالفين ګرځي او عام خلک ځوروي.

د هغه په وينا، که چېرې امنيتي ارګانونه ياده ولسوالۍ په سمه توګه د وسله والو مخالفينو له شتون څخه پاکه نه کړي نو لرې نه ده، چې د ژمي له تېرېدو سره سم د دې ولسوالۍ امنيتي حالات بيا په پوره توګه کړکېچن شي.

د سرپل ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال تاج هم د کوهستانات ولسوالۍ په ځينو سيمو کې د وسله والو مخالفينو د شتون پخلی وکړ خو ويې ويل، دوی تابيا لري، چې په ځينو سيمو کې خپل چاڼيز عمليات روان وساتي.

نوموړي زياته کړه، چې د يادې ولسوالۍ له قومي مشرانو سره خبرې روانې دي، چې په پايله کې به يې د همدې ولس په ملاتړ د اندېښمنو سيمو په اړه تصميم نيسي.

Related Topics