اسعداباد (پژواک ١٦ مرغومى ٩٢): د کونړ له سيد جمال الدين افغان پوهنتون څخه په لومړي ځل له ١٦٠ څخه زيات محصلين فارغ شول.
د کونړ سيد جمال الدين افغان پوهنتون، چې څلور کاله وړاندې يې په فعاليت پيل کړی، اوسمهال د شرعياتو، کرنې، کمپيوټر ساينس، ښوونې او روزنې څلور پوهنځي لري.
د ياد پوهنتون مشر پوهنيار ميراحمد حامد پژوک خبري اژانس ته وويل، چې د مرغومي په ١٦مه د دې پوهنتون له درېيو شرعياتو، کرنې، ښوونې او روزنې پوهنځيو څخه په لومړۍ دوره کې ١٦١ نارينه محصلين فارغ شول.
ده زياته کړه، اوسمهال په دې پوهنتون کې ٢١٠٠ محصلين په زده کړو بوخت دي، چې يواځې ٢١ يې ښځينه محصلينې دي.
د هغه په وينا، په راتلونکي تعليمي کال کې به د اقتصاد پوهنځى هم په دې پوهنتون کې پرانېزي.
د کونړ والي شجاع الملک جلاله، چې د محصلينو په فراغت غونډه کې يې ګډون کړى و، له هغوى وغوښتل ، چې د فساد، بډې اخيستنې، نشه يي توکو د کر او قاچاق په مخنيوي کې له دوى سره همکاري وکړي.
نوموړي، محصلينو ته ډاډ ورکړ ، چې دوى ته به په دندو ورکولو کې لومړيتوب ورکوي.
په دې غونډه کې د ننګرهار پوهنتون رييس ډاکټر محمد صابر مومند ژمنه وکړه، چې دوى چمتو دي له کونړ پوهنتون سره د استادانو او نورو علمي چارو کې همکاري وکړي.
د شرعياتو پوهنځي د فقهې او قانون د څانګې يو تن فارغ محصل عبدالواحد وحداني پژواک خبري اژانس ته وويل، خوښ دى چې له دې پوهنتون څخه د سختو شرايطو په تېرولو سره فارغ شو.
ده زياته کړه: “موږ په پيل کې درسي ودانۍ نه درلودې، په خاورو او شګو کې په ترپالونو تر ونو لاندې مو خپلې درسي چارې پرمخ وړي، خو اوسمهال د خوښۍ ځاى دى ،چې پوهنتون مو دڅو عصري ودانيو درلودونکى دى.”