Language

شېرزاد: په امنيتي برخه کې ګڼې لاسته راوړنې لرو

جلال اباد (پژواک ١٦ مرغومى ٩٢): د ننګرهار امنيتي چارواکي وايي، په تېرو درېيو مياشتو کې يې شاوخوا ٧٨ ګډ عمليات ترسره کړي، چې پر مهال يې ٢١٦ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

دغه څرګندونې د ننګرهار امنيه قوماندان مل پاسوال فضل احمد شېرزاد، د عامه نظم د لوا قوماندان او سرحدي پوليسو له استازي سره په ګډه خبري غونډه کې وکړې.

شېرزاد وويل، چې د ننګرهار په ځينو نا امنو سيمو کې يې له ملي اردو او نورو ځواکونو سره ګډ عمليات کړي، چې لاسته راوړنې يې د تېرو کلونوپه پرتله زياتې وې.

هغه وايي، چې په تېرو درېيو مياشتو کې ١٣٥ وسله وال وژل شوي، ٨١  ټپيان شوي او ١٣٢ نور ژوندي نيول شوي دي.

نوموړي زياته کړه: ((په دې عملياتو کې  ١٧٤ ميله سپکې او درنې وسلې، زرګونه مرمۍ، نور وسايط او مخابرې مو هم نيولې دي.))

شېرزاد وويل، د تورخم-جلال اباد لويه لار ، چې پخوا له ګڼو امنيتي خطرونو سره مخ وو، اوس په بشپړ ډول په امن کې شوې او هر څوک کولى شي په اسانۍ سره تګ راتګ وکړي.

د نوموړي په وينا، په تېرو درېيو مياشتو کې يې يوولس پوستې هم په بېلابېلو سيمو کې ځاى پر ځاى کړې دي.

هغه وويل، چې د خوګياڼو ولسوالۍ د وزيرو په چوڼۍ او سنګانۍ سيمو کې يې ترسره کړي وروستي عمليات ډېر بريالي وو، هلته يې پوستې ځاى پر ځاى کړې او هم يې د وسله والو له شتونه په امان کړه.

ده زياته کړه، د رايې ورکونې پنځه مرکزونه چې په راتلونکو ټاکنو کې تر ستر ګواښ لاندې وو، فعاله کړي او ښه په اسانۍ سره کولى شي، چې ولسونه په کې رايه ورکړي.

د ننګرهار امنيه قوماندان ډاډ ورکړ، چې راتلونکې ټاکنې به په ننګرهار کې له بل هر ولايت څخه په امن کې ترسره کېږي، ځکه دوى کلک هوډ لري چې لوى عملياتونه ترسره کړي او ډېر ژر به په ننګرهار کې امن راشي.

قوماندان شېرزاد هغه ادعاوې هم په کلکه رد کړې، چې ګواکې د ننګرهار يو شمېر ولسوالۍ د نا امنيو له امله له  سقوط سره مخ دي.

هغه زياته کړه، چې په هېڅ ولسوالۍ کې پرته له حصارک ستونزه نه ويني او ټولو ولسواليو ته يې سفرونه  کړي دي.

د نوموړي په وينا، يواځې د حصارک په لاره کې ستونزې  لري او په دې ولسوالۍ کې د امنيت لپاره يې پلانونه جوړ کړي دي.

مل پاسوال فضل احمد شېرزاد وايي، چې تر راتلونکو دوه مياشتو به ننګرهاريان په خپله پوه شي چې په ننګرهار کې امنيت شته او که نه.

دى وايي: ((ننګرهار ته چې زه راغلى يم، دلته به امن راولم او د امنيت نښې مې ښودلې دي، د پخوا په پرتله ډېر بدلون راغلى.))

دا په داسې حال کې ده ، چې په ولسي جرګه کې د ننګرهار دخلکو استازي حاجي ظاهر قدير وړمه ورځ د ولسي جرګې د غونډې پر مهال دننګرهار پر نا امنيو اندېښنه ښودلې وه.

امنيه قوماندان زياتوي، چې په دې وروستيو کې يې ګڼ شمېر تښتوونکي او غله هم نيولي او کوښښ کوي ، چې په راتلونکي کې هم دا ډول اشخاص ونيسي.

ده دا هم وويل، چې تر دې دمه يې له درېيو سوو کيلوګرامو زيات نشه يي توکي، سلګونه لېتره شراب او نورو غيرې قانوني اموال نيولي دي.

په دغه ولايت کې د عامه نظم د دويم نمبر لوا قوماندان سمونوال نصير احمد ساپي ډاډ ورکړ ، چې د ننګرهار د امنيت لپاره يې پخوا هم هڅې کړي او بيا به هم د امنيه قوماندانۍ سره ګډې هلې ځلې کوي.

هغه زياته کړه، چې اوس يې په منځ کې ښه  همغږي موجوده ده او په دې وروستيو کې يې ګڼې لاسته راوړنې د ښې همغږۍ نتيجه ده.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.