کندوز (پژواک ١٦ مرغومى ٩٢): امنيتي مسوولين وايي، چې د کندوز په عسقلا سيمه کې يوه مېرمن پر ډزو وژل شوې ده.
هغوى زياتوي، چې دا مېرمن تېره نيمه شپه د کندوز د مرکز عسقلان سيمې په خپل کور کې د کلاشينکوف پر ډزو وژل شوې ده.
د کندوز د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول سيد سرور حسيني پژواک خبري اژانس ته وويل، چې له يادې ٣٥ کلنې مېرمنې يو ماشوم هم پاتې دى.
هغه زياته کړه، چې تر اوسه لا نه ده څرګنده، چې وژنه د چا له خوا شوې، خو د مېرمنې خاوند له پېښې وروسته تښتېدلى او پوليسو يې د نيولو هڅې پيل کړې دي.
حسيني د دې وژنې لامل کورنى تاوتريخوالى بولي او وايي، چې د وژنې په تور يې خسر او د هغې بنه نيولي دي.
د کندوز د ښځو چارو په رياست کې ثبت شوې شمېرې څرګندوي، چې د دې ښځې په وژل کېدو سره په روان کال کې په کندوز کې د وژل شوو ښځو او نجونو شمېر ١٤ ته رسېږي.
د کندوز د ښځو چارو رييسه نادره ګياه وايي، چې د دغو ښځو ډېرى هغه يې د خاوند کورنۍ د غړو او وسله والو له خوا وژل شوې دي.
نوموړې د اندېښې په څرګندولو سره زياتوي، چې په کندوز کې د ښځو او نجونو پر وړاندې تاوتريخوالى مخ پر زياتېدو دى او عاملين به يې ډېر ژر بندي او مجازات شي.
دا په داسې حال کې ده، چې د ښځو چارو په وزارت کې د ښځو او نجونو پر وړاندې د تاو تريخوالي ثبت شوې قضيې د تېر کال په پرتله ٥٠ سلنه کمې شوې، خو دا وزارت وايي، چې د تاوتريخوالي ډولونو ډېره ناوړه بڼه خپله کړې، تر دې چې په هرات کې د يوه خاوند له خوا د خپلې ښځې پزه او شونډې پرې شوې دي.
د دغه وزارت شمېرې څرګندوي، چې په تېر کال کې ١٧٢ ښځې او نجونې او سږ کال ٥٨ نورې په ټول هېواد کې وژل شوې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP