جلال اباد (پژواک ١٧ مرغومى ٩٢): د ننګرهار خلک او چارواکي وايي، چې د پخوا په پرتله د د دغه ولايت په امنيتي وضع کې ٤٠ سلنه مثبت بدلون راغلى دى.
انجنير سيد اکرام، چې د ولسي جرګې منشي او د ننګرهار اوسېدونکى دى، د مرغومي په ١٧مه له پژواک خبري اژانس سره د يوې ځانګړې مرکې په ترڅ کې وويل، چې په ننګرهار کې د تېرو څو مياشتو په پرتله په امنيت کې ښکاره بدلون راغلى دى.
ده زياته کړه، څو مياشتې وړاندې د تورخم-جلال اباد لويه لار له سترو امنيتي ننګونو سره مخ وه، خو اوس په ډېره ارامه فضاء کې لوړ پوړي چارواکي هم کولى شي، چې تورخم ته پرته له کومې ستونزې سفر وکړي.
هغه وويل: ((څومره چې زه د ننګرهار له خلکو سره اړيکې لرم او په ننګرهار کې له ولسونو سره ګورم، له امنيتي وضعې اوس خوشحاله دي.))
د ولسي جرګې منشي وايي، په ننګرهار کې د امنيتي ادارو له لوري وروستيو عملياتو د ننګرهار په امنيتي وضع کې ښه والى راوستلى دى.
د هغه په وينا، د ننګرهار ولايتي ادارې په چارواکو کې بدلون د ننګرهار پر امنيتي وضعې مثبت اغېز کړى دى.
نوموړي وويل، چې اوس امنيتي چارواکي لرو پرتو ولسواليو ته سفرونه کوي او په خپله په سترو عملياتو کې برخه اخلي.
انجنير اکرام وايي: ((په تېرو څو کلونو کې به لومړني لوړپوړي امنيتي چارواکي وي، چې لرو پرتو ولسواليو ته سفرونه کوي، دا ډېر ښه زيرى دى د ننګرهاريانو لپاره.))
دى وايي، اوس په ننګرهار کې امنيت ته هيله پيدا شوې او که چېرې د امنيتي ادارو فعاليت همدا ډول تېز روان وي، نو د ټول هېواد په پرتله به په ننګرهار کې ډېرې ښې او د امن په فضاکې ټاکنې ترسره شي.
نوموړى يو ځل بيا پر ټولو هېوادوالو غږ کوي، چې د امنيتي ادارو ملاتړ دې وکړي، تر څو د ننګرهار ولايت امن او ټاکنې د ټول هېواد لپاره يو مثال وګرځي.
بلخوا د ننګرهار امنيه قوماندان مل پاسوال فضل احمد شېرزاد وايي، په ننګرهار کې د امنيتي وضعې يواځينى لامل د دوى وروستي عمليات او وروسته له عملياتو څخه د هغه سيمو ساتنه ده.
هغه وويل: ((که موږ عمليات وکړو او سيمه ونه ساتو نو امن نه راځي، مګر اوس زموږ امنيت ډېر ښه شوى.))
د نوموړي په وينا، چې په دې وروستيو کې د امنيتي ادارو ښې همغږۍ هم د ننګرهار پر امنيتي وضعيت ډېر تاثير کړى دى.
شېرزاد وويل، د ننګرهار په ځينو نا امنو سيمو کې يې له ملي اردو او نورو ځواکونو سره ګډ عمليات کړي، چې لاسته راوړنې يې د تېرو کلونوپه پرتله زياتې وې.
هغه وايي، په تېرو درېيو مياشتو کې ١٣٥ وسله وال وژل شوي، ٨١ ټپيان شوي او ١٣٢ نور ژوندي نيول شوي دي.
نوموړي زياته کړه: ((په دې عملياتو کې ١٧٤ ميله سپکې او درنې وسلې، زرګونه مرمۍ، نور وسايط او مخابرې مو هم نيولې دي.))
شېرزاد وويل، د تورخم-جلال اباد لويه لار ، چې پخوا له ګڼو امنيتي خطرونو سره مخ وه، اوس په بشپړ ډول په امن کې شوې او هر څوک کولى شي په اسانۍ سره تګ راتګ وکړي.
د نوموړي په وينا، په تېرو درېيو مياشتو کې يې يوولس پوستې هم په بېلابېلو سيمو کې ځاى پر ځاى کړې دي.
مل پاسوال فضل احمد شېرزاد وايي، تر راتلونکو دوه مياشتو به ننګرهاريان په خپله پوه شي، چې په ننګرهار کې امنيت شته او که نه.
امنيه قوماندان زياتوي، په دې وروستيو کې يې ګڼ شمېر تښتوونکي او غله هم نيولي او کوښښ کوي، چې په راتلونکي کې هم دا ډول اشخاص ونيسي.
قومي مشر ملک نصيب هم په ننګرهار کې له وروستۍ امنيتي وضعې څخه خوښي وښوده او زياته يې کړه ، چې د امنيتي ادارو وروستيو کړنو دوى ته په ننګرهار کې د امنيت د راتلو هيله ورکړې ده.
هغه وويل: ((ما فکر نه کاوه، چې د تورخم-جلال اباد سړک دې دومره ژر باامنه شي، خو اوس چې ګورم پخوا هم داسې امنيت نه و.))
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازي حاجي ظاهر قدير په دغه ولايت کې له امنيتي ستونزو اندېښنه ښودلې وه او ويل يې چې که حکومت ننګرهار ته پام ونه کړي، نو ډېر ژر به يو شمېر ولسوالۍ سقوط سره مخ شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP