جلال اباد (پژواک ١٩ مرغومى ٩٢): د هېواد په ختيځ کې سرحدي چارواکي وايي، چې له ګاونډي هېواد پاکستان څخه په بېلابېلو قاچاقي لارو وسلې راځي او وسله وال پرې اکمالېږي.
د لومړي نمبر سرحدي زون درستيزوال سمونوال محمد ايوب حسن خېل د مرغومي په ١٩ له پژواک خبري اژانس سره د يوې ځانګړې مرکې په ترڅ کې وويل، چې په ختيځ کې وسله والو ته وسلې له ګاونډي هېواد پاکستان څخه راځي.
د نوموړي په وينا، په دې وروستيو کې ګڼې لاسته راوړنې لري او هغه سرحدونه چې په قاچاقي ډول به پرې توکي راوړل کېدل، اوس يې مخه نيولې ده.
هغه زياته کړه: ((موږ په درېيو ولايتونو نورستان، ننګرهار او کونړ کې فعاليت کوو، چې شاوخوا ٤٦١،٧٥ کيلومتره سرحد زموږ د مسووليت ساحه ده، ګڼې لاسته راوړنې په کې لرو.))
نوموړى وايي، چې د کال په اوږدو کې يې لسګونه هغه وسلې نيولي، چې له ګاونډي هېواد پاکستان څخه افغانستان ته راوړل کېدې.
د لومړي نمبر سرحدي زون درستيزوال زياتوي، چې له تېر يو کال راهيسې د دوى د بېلابېلو ځانګړو عملياتو او نښتو په ترڅ کې ٢٣٥ وسله وال وژل شوي او لسګونه نور ټپيان شوي او له لسو زيات يې ژوندي نيولي دي.
همداراز هغه زياته کړه، چې ميليونونه جعلي افغانۍ يې هم په سرحدي ښارګوټي تورخم کې نيولې دي.
حسين خېل وايي، چې په ننګرهار کې د امنيتي ارګانونو وروستۍ لاسته راوړنې د ستايلو وړ دي.
هغه زياته کړه: ((په وروستيو مياشتو کې موږ په بندرونو کې هم چاودېدونکي توکي، ترهګر، نشه يي توکي ، وسلې او داسې نور ډېر شيان نيولي دي.))
نوموړى وايي، چې يو شمېر وکيلانو په دې وروستيو کې له رسنيو سره په مرکو کې ويلي ، چې د ننګرهار يو شمېر ولسوالۍ د سقوط له ګواښ سره مخ دي.
د سرحدي لوا قوماندان دا ادعاوې په کلکه ردوي او په اونۍ کې دوه ورځې دوى ټولو سرحدي ولسواليو ته ځي او له خپلو پوستو څخه ليدنه کوي.
د حسن خېل په وينا، چې د راتلونکو ټاکنو د ښو ترسره کېدو لپاره يې ګڼ پلانونه په لاره اچولي او په هېڅ سرحدي سيمه کې به چا ته اجازه ور نه کړي، چې ټاکنې تخريب کړي.
هغه زياته کړه: ((زه په ډاډ سره ويلى شم چې يو فرد به رانه په ټاکنو کې ګډ وډي جوړه نه کړي، په دې برخه کې موږ ټول ډېر جدي يو.))
د نوموړي په وينا، په يو شمېر سيمو کې به امنيتي ګواښونه وي، خو دوى د ګډو عملياتو پلانونه لري او ډېر ژر به ټولې سرحدي سيمې د وسله والو له ګواښه پاکې کړي.
حسين خېل وايي، هغه سيمې چې پخوا به بهرنيو ساتلې او د هغوى په ملاتړ اکمالېدې اوس يې دوى پر خپلو امکاناتو په ډېرې اسانۍ سره ساتي او هېڅ مشکل په کې نه وي.
ده زياته کړه: ((د کونړ هغو سيمو ته موږ اوس ځو ، چې له ټولو امکاناتو سره سره به بهرني ځواکونه نه شواى تللى، مګر اوس موږ هغه سيمې امن کړې دي.))
د لومړي زون سرحدي لوا قوماندان دا خبره مني ، چې د نورستان په يو شمېر سيمو کې سرحدونه بې برخليک پراته دي او سرحدي پوليس په کې نشته، خو زياتوي په هغو سيمو کې چې د دوى ځواکونه نشته، هلته د ګاونډي هېواد ځواکونه هم نه دي موجود.
نوموړى دا هم وايي، چې هره ورځ ورته لسګونه ځوانان راځي او غواړي، چې د سرحدي پوليسو په ليکو کې شامل شي.
حسين خېل زياتوي، چې د پخوا په پرتله اوس د سرحدي پوليسو ليکو ته د ځوانانو جلب او جذب زيات شوى، چې ډېرى وخت يې دوى د جذب توان هم نه لري.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP