Language

د کاپيسا د ولايت مېلمستون او طب پوهنځي ته ودانۍ جوړې شوې

محمودراقي (پژواک ١٩ مرغومى ٩٢): د کاپيسا د ولايت مېلمستون او د دغه ولايت د البيروني پوهنتون د طب پوهنځي ته ودانۍ جوړې او د ياد پوهنتون د تدريسي مديريت د ودانۍ چارې پيل شوې.

د کاپيسا د والي وياند قيس قادري وايي، چې د ولايت مېلمستون په يوه جريب ځمکه او دريو پوړونو کې رغول شوى او لګښت يې د سيمه ييزو ارګانونو ادارې د پراختيايي بوديجې له لوري ورکول شوى دى.

نوموړي زياته کړه، چې ياده ودانۍ نن ګټې اخيستو ته وسپارل شوه.

همدارنګه قادري زياته کړه، چې پرون د دغه ولايت د البيروني پوهنتون د طب پوهنځي ودانۍ هم، چې د دوه نيم ميليونه امريکايي ډالرو په لګښت رغول شوې، ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.

هغه وويل، د يادې درې پوړيزې ودانۍ د اړتيا وړ پيسې هم چې ټولټال ٤٢ خونې لري، د لوړو زده وزارت د پراختيايي بوديجې له لوري ورکړل شوې دي.

تر دې مهاله د دغه پوهنځي محصلينو خپلې زده کړې، د حصه اول ولسوالۍ د ګلبهار د نساجۍ دولتي شرکت په ودانۍ کې پر مخ وړلې.

د دغه پوهنتون نورې ودانۍ هم په حصه اول ولسوالۍ کې پرتې دي.

قادري زياته کړه، چې پرون د دغه پوهنتون د تدريسي مديريت ودانۍ د جوړولو چارې هم پيل شوې او ټاکل شوې، چې د جوړېدو چارې يې د ٨٠٠ امريکايي ډالرو په لګښت، د يوه کال په ترڅ کې بشپړې شي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.