کندوز (پژواک ١٩ مرغومى ٩٢): د کندوز ولايتي شورا دوو غړو ادعا وکړه، چې د دغه ولايت له والي سره د خلکو د ستونزو په اړه د ليدنې پر مهال د والي د ساتونکو له خوا ګواښل شوي، سپکاوى يې شوى او د والي له دفتره شړل شوې دي.
اصيلا بارکزۍ او جميله کريمي وايي، چې د کندوز والي دغه کار له څه علت پرته کړى او مناسبه نه وه، چې والي دې د دوى پر وړاندې داسې يو ناوړه عمل ترسره کړي.
د ولايتي شورا دغه دوه غړې د والي پر کړنه نيوکه کوي او زياتوي، چې دوى د خلکو استازې دي، دنده لري چې د خلکو ستونزې د والي او ځايي چارواکو تر غوږونو ورسوي، خو له والي يې دا تمه نه درلوده.
اصيلا “بارکزۍ” د کندوز ولايتي شورا په مقر کې خبريالانو ته وويل، چې دې د ولايتي شورا له يوې بلې غړې سره غوښتل ، چې د سيمې د ستونزو په اړه له والي غلام سخي بغلاني سره خبرې وکړي، خو دوى د نا څرګند دليل له امله د هغه له دفتره وشړل شوې.
د ولايتي شورا دا غړې وايي: ((تېره ورځ د يوې کورنۍ څو ناروغ غړي، چې ماشوم يې په غېږ کې و، په يخه هوا کې زما کور ته راغلل، وضعيت يې په داسې ډول و، چې د کافر زړه هم پرې سوځېده، وروسته مو ډاکټر ته يوړل او جامې مې ورکړې.))
مېرمن بارکزۍ زياتوي، درې کاله کېږي، چې د کندوز په مرکز کې د لودين سيمې اوسېدونکي پر سيند د تېرېدو لپاره پول نه لري، هره ورځ په يخو اوبو کې تېرېږي او د خپلو اړتياوو د پوره کولو لپاره ښار ته ځي، دا کورنۍ هم له يخو اوبو تېرېده او له سره تر پښو په اوبو کې ډوب وو.
هغې وويل، چې د دغه پول د جوړېدو او د سيمې پر سړک د جغل اچولو ستونزه يې له والي سره شريکوله، خو والي پرته له دې چې د دې وړانديز واوري، د کار له دفتره يې بهر کړه .
د ولايتي شورا يوه بله غړې جميله کريمي هم وايي: ((غوښتل مې د کندوز ښار د رستاق اباد سړک جوړېدو په اړه، چې منظوري يې دوه مياشتې وړاندې راغلې، له والي سره خبرې وکړم، خو زه او اصيلا يې له خپل دفتره وشړلو.))
مېرمن کريمي وويل، والي ته يې ويلي ، چې د رستاق اباد او لودين سيمو ستونزې يې د يوه مکتوب په ترڅ کې له ولسي جرګې سره هم شريکې کړي، خو د کندوز والي يې په ځواب کې ويلي، چې ستاسې ستونزه دې ولسي جرګه حل کړي.
هغه ادعا وکړه، کله چې د والي د کار له دفتره بهر وشړل شوې، نو د والي د ساتونکو له خوا په کلاشينکوف هم ګواښل شوې دي.
خو د کندوز والي غلام سخي بغلاني د دغو تورونو د رد ترڅنګ وويل: ((زموږ خويندې زما دفتر ته راغلې وې، خپلې ټولنيزې ستونزې يې راته وويلې، چې د رستاق اباد سړک او لودين پله رغونه ده.))
نوموړي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د پول ستونزه به وروسته حل کړي، خو د رستاق اباد سړک، چې په دې وروستيو کې منظور شوى، اسنادو يې تخنيکي ستونزه درلوده، چې د دې عارضې له حل وروسته به د دې پروژې د کار پيل په اړه هم اقدام وکړي.
د کندوز والي د ولايتي شورا د يادو دوو غړو ادعاوو په اړه څه ونه ويل او زياته يې کړه، چې د ولايتي شورا له غړو سره ښې اړيکې لري.
خو د ولايتي شورا دغه دوه غړې د خلکو د ستونزو په پرتله د والي پر کم کارۍ نيوکه کوي او له حکومت څخه غواړي، چې يو ښه او وړ کس دې دغه ولايت ته د والي په توګه وټاکي.
د کندوز ولايتي شورا ټول ١٤ غړي لري، چې څلور يې ښځې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې غلام سخي بغلاني دوه مياشتې وړاندې د کندوز د نوي والي په توګه وټاکل شو او د خپلې پېژندنې په غونډه کې يې ګواښ کړى و، چې په فساد کې ښکېل او له قانون نه ناوړه ګټه اخيستونکي کسان به د سخت قانوني چلند سره مخ شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP