Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

سرتاج عزيز: د امريکا جګړه له هغو افغانانو سره ده چې خپله يې روزلي

کابل (پژواک ١٩ مرغومى ٩٢): د پاکستان د ملي امنيت او بهرنيو اړيکو سلاکار سرتاج عزيز ويلي، چې امريکا په افغانستان کې د خپلو موخو په ترلاسه کولو کې ناکامه شوې ده.

سرتاج عزيز دغه څرګندونې پرون په اسلام اباد کې د يوه کتاب د مخکتنې په مراسمو کې خبريالانو ته کړې دي.

هغه زياته کړې، چې امريکا په افغانستان کې د امنيت په ټينګښت، د ترهګرۍ په له منځه وړو، اقتصادي پراختيا او د ثبات په رامنځته کولو کې پاتې راغلې ده.

سرتاج عزيز ويلي، امريکا نه يواځې د يادو موخو په ترلاسه کولو کې پاتې راغلې، بلکې پاکستان ته يې هم ستونزې راولاړې کړې دي.

د نوموړي په وينا، امريکا په ناسمه توګه، له نا سمو خلکو سره نا سمه جګړه روانه کړې ده.

د پاکستان د ملي امنيت او بهرنيو چارو سلاکار ويلي: ((امريکا له هغو خلکو سره پر جګړه بوخت ده، چې د شوروي د يرغل پر مهال يې همدغو کسانو ته وسلې، پيسې او روزنه ورکړې وه.))

هغه زياته کړې، چې پر قبايلي سيمو د امريکا د بې پېلوټه الوتکو بريدونه د دې سيمې له عنعناتو، کولتور او  ارزښتونو خلاف کار دى او تر اوسه يې کومه ښه پايله هم نه ده لرلې.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.