کابل ( پژواک ۲۰ مرغومی ۹۲ ) : وسلوالو طالبانو د پاکستان په کویټه کې د خپلو لوړ بوړو غړو د وژل کیدو راپورونه رد کړل.
په دې وروستیو کې پاکستانیو او نړیوالو رسنیو او دافغانستان د زابل ولایت چارواکو خبر ورکړی و، چې د پاکستان په کویټه ښار کې د طالبانو د کویټي دشورا غړي او مرکزي مشران یې د نامعلومو وسلوالو لخوا وژل شوي دي.
د راپورنو له مخې په دې کسانو کې ملا نورالله هوتک، ملا عبدالمالک (بريالي)، ملا عبدالسليم او مولوي احمد جان شامل دي.
د وسلوالو طالبانو لخوا مرغومي په ۲۰مه، پژواک خبري اژانس ته په یوه رالیږل شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې په کویټه کې یواځې د نور الله په نامه پخوانی جهادي قوماندان وژل شوی چې له طالبانو سره یې اړیکې نه درلودې.
په خبرپاڼه کې راغلي چې نور الله د شوروي دیرغل پر مهال جهادي قوماندان و ، خو اوس د طالبانو د مرکزي قیات سره یې هیڅ ډول اړیکې نه درلودې.
طالبانو په یاده خبرپاڼه کې د ملا عبدالمالک ،مولوي محمد اسماعیل او ملا سلیم په نومونو د طالبانو د دریو نورو قوماندانانو د وژل کیدو راپورونه رد کړی او زیاته یې کړې چې هغوی ژوندي او دطالبانو په لیکو کې په مقاومت بوخت دي.
سرچینې دا ډول خبرونه او اوازې د خپلو مخالفینو پوچ تبلیغات بولي او زیاتوي چې دا ډول تبلیغات پر دوی اغیز نه کوي.
ځینو سرچینو داسې راپورونه خپاره کړي وو، چې دیادو کسانو په وژلو کې د افغانستان استخباراتي کړې لاس لري، خو دافغانستان د کورنیو چارو وزارت پرون دا ډول ادعاوې رد کړې.
د کورنيو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې وروستيو کې پاکستاني رسنيو د دغه هېواد د ناڅرګنده رسمي بنسټونو او د طالبانو د نامعلومو سرچينو له خولې داسې راپورونه خپاره کړي، چې ګواکې په تېره مياشت کې د افغانستان دولتي بنسټونو د ځينو ځانګړو کړيو له لوري، د طالبانو د کويټې شورا د مشرتابه غړي ترور شوي دي.
د کورنيو چارو وزارت، د يادو تورنو په ځواب کې په ترهګريزو فعاليتونو کې د افغان دولتي بنسټونو هر ډول لاس درلودل رد کړي او دغه ادعاوې يې بې بنسټه او له واقعيته لرې بللې دي.
سرچينې، د افغانستان د دولتي بنسټونو له لوري د طالبانو د مشرانو د ترور په اړه د پاکستاني رسنيو خپاره شوي راپورونه يو ډول توطيه بللې ده.
د کورنيو چارو وزارت څرګنده کړې، چې افغان حکومت له تېرو څو کلونو راهيسې تر ډېره بريده هڅه کړې، چې په هېواد کې د ننه او بهر د دولت د وسله والو مخالفينو ډلې، چې د دولت پر وړاندې جګړه کوي؛ د سولې له پروسې يو ځاى کړي، تر څو دغه کسان يو ځل بيا خپل عادي ژوند پيل کړي.
دغه وزارت، د کويټې شورا د مشرتابه غړو وژل کېدل د دغې ډلې تر منځ د راپورته شويو مخالفتونو، چې د سيمې استخبارات پکې مهم رول لوبوي؛ پايلې بللې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP