کابل( پژواک، ۲۰ مرغومی ۹۲ ) : ولسمشر حامد کرزي د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر سره دسولې پروسې او یو شمیر نورو موضوعاتو خبرې وکړې.
له ارګ څخه د مرغومي په ۲۰مه، پژواک خبري اژانس ته په یوه رالیږل شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې ولسمشر نن ماښام دسعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر شهزاده سعود الفیصل سره ټیلیفوني خبرې کړې دي.
سرچینې زیاته کړې چې ددې خبرو پر مهال دواړو مشرانو ددواړو هیوادونو پر اړیکو، د افغانستان د سولې پروسې او په دې پروسه کې د سعودي پر رول خبرې وکړې.
په خبرپاڼه کې راغلي دي، ولسمشر حامد کرزي ددې اړیکې پر مهال یو ځل بیاد افغانستان دسولې په پروسه او دسیمې په ثبات کې دسعودي د بادشاه ملک عبدالله پر مهم رول ټینګار وکړ.
د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر شهزاه سعود الفیصل کابل ته د پاکستان د لومړي وزیر نواز شریف او اسلام اباد ته د ولسمشر کرزي سفرونه مهم وباله او زیاته یې کړه چې دا ډول سفرونو سره سیمې ته د شته ګواښونو په له منځه وړلو کې ګټه رسیږي.
دیادونې وړ ده چې ولسمشر حامد کرزي پرون ماښام د پاکستان لومړي وزیر میا نواز شریف سره هم په داسې حال کې ټیلیفوني اړیکه نیولې وه، چې دسعودي د بهرنیو چارو وزیر شهزاده سعود الفیصل دوه ورځې مخکې اسلام اباد ته سفر کړی و.
راپورونه وایي چې اسلام اباد ته دسعودي د بهرنیو چارو د وزیر د سفر موخه د افغانستان دسولې د پروسې په اړه خبرې کول وو.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP