مزارشريف ( پژواک، ٢١ مرغومى ٩٢ ) : د بلخ د اطلاعات او فرهنګ رياست مسوولين وايی، چې په دغه ولايت کې د يو شمېر لرغونو ساحو بيارغونه به دغه ولايت ته د سيلانيانو پام راواړي.
بلخ ولايت، چې د هېواد له لرغونو ولايتونو څخه شمېرل کېږي، نږدې ۶۲ تاريخي ساحې پکې تثبيت شوي دي، چې په روان کال کې يې د ځينو مشهورو لرغونو ساحو د بيارغونې لړۍ په بشپړېدو ده.
د بيارغونې دغه لړۍ د المان هېواد په مالي مرسته روانه شوې، چې د اغا خان دفتر له خوا يې د جوړېدو چارې پر مخ ځي.
په بلخ کې د اغا خان دفتر مسوول محمد داوود پژواک خبري اژانس ته وويل، چې له اوسه يو نيم کال وړاندې يې د بلخ ولايت په بېلابېلو سيمو کې د لرغونو ساحو د بيارغونې شپږ پروژې پيل کړې وې، چې د روان کال تر پايه به بشپړې شي.
نوموړي زياته کړه، چې په دغه لړۍ کې د بلخ ولسوالۍ د نه ګنبد تاريخي جومات، د ابو نصر پارسا جومات، نانقلي لرغونې مدرسه، په دهدادي ولسوالۍ کې يوه ستره لرغونې خانقا او همداراز د بلخ ولسوالۍ په مرکز کې د يو پارک رغول دي.
هغه د يادو پروژو د مالي لګښت په اړه څه ونه ويل؛ خو زياته يې کړه، دوی هڅه کړې، چې دغه تاريخي ځايونه د سيمه ييزو توکو څخه د لرغونې بڼې په څېر ورغوي.
د بلخ ولايت د اطلاعات او فرهنګ ريس صالح محمد خليق پژواک اژانس ته وويل، چې د يادو لرغونو ځايونو بيارغونه به بلخ ولايت ته د سيلانيانو پام ورواړوي.
نوموړي د بيارغونې په حال کې د لرغونو ځايونو په اړه وويل، چې د نه ګنبد يا حج پياده جومات، چې د بلخ ولسوالۍ د مرکز سوېل ورته په ۵ کيلومترۍ کې موقعيت لري، د اسلام له لومړۍ دورې سره تړاو لري، چې د کوشانيانو دور پورې اړوند جومات دی.
د خواجه ابونصرپارسا جومات د بلخ ولسوالۍ په مرکز چارباغ کې دی، چې په ۱۴۶۲ميلادي کال کې د فريد په نامه د بلخ د حاکم په دوره کې جوړ شوی و.
د بانقلي مدرسې رواق د بلخ ولسوالۍ د مرکز په چارباغ کې دی، چې اوولسم او اتلسم ميلادي کلونو پورې تړاو لري.
همداراز په دهدادي ولسوالۍ کې احمد خان فارد خانقا د بيارغولو په حال کې ده، چې ۱۹۰۶ ميلادي کال پورې تړاو لري.
د اطلاعات او فرهنګ رييس خليق وويل، چې سربېره پر دې، د ترکيې هېواد له خوا هم د مولانا محمد جلال الدين بلخي کور او د سلطان بهاوالدين خانقا د بيارغونې چارې هم د پيل کېدو په حال کې دي.
نوموړي زياته کړه، چې که څه هم د يادو لرغونو ځايونو بيارغونه د هېواد ملی ارزښتونو د ساتنې په مانا دي؛ خو ورسره اقتصادي ګټې هم لري.
د هغه په وينا، په بلخ ولايت کې د حضرت علي کرم الله وجهه روضه او ورسره د دغه ولايت نور لرغوني ځايونه د دې لامل شوي، چې په نړيواله کچه د دغه ولايت سيلانيان زيات وي.
د بلخ ولسوالۍ اوسېدونکي وحيدګل پژواک ته وويل، چې د لرغونو ځايونو جوړول او ساتل د دولت تر څنګ د عامو خلکو دنده هم ده.
نوموړي زياته کړه، چې په بلخ ولسوالۍ کې د خواجه ابونصر پارسا جومات، چې د بيارغونې چارې يې روانې دي، د ولسوالۍ د مرکز جامع جومات دی.
د هغه په وينا، د ياد جومات له بيارغولو سره به د سيمې خلکو ته هم خورا اسانتياوې برابر شې.
خليق وويل، چې که د دغه ولايت شته لرغونو ځايونو ته همداسې پام وشي، نو لرې نه ده، چې د سيلانيانو پام په پوره توګه بلخ ولايت ته واوړي.