غزني ښار(پژواک، ۲۲ مرغومی ۹۲): د غزني د يوشمېر ولسواليواوسېدونکي وايي، چې د طبعې پېښو پر وخت ورسره د دولت له لوري په ځانګړې توګه له طبعي پېښوسره د مبارزې ادارې او سرې مياشتې له لوري هيڅ مرسته نه کيږي.
دوی شکايت لري، چې چارواکي د مور او مېرې چلندورسره کوي او دا ډول مرستې محدودو سيمو ته رسول کيږي.
د غزني ولايت د اندړو ولسوالۍ د زړې کلا د سيمې اوسېدونکی نصيراحمد،چې څه موده وړاندې يې د انګورو نيمايي باغ دسيلاب له امله زيانمن شو پژواک ته وويل :(( نه يواځې سږ کال ، بلکې په تېرو کلونو کې هم هيڅ مرسته نه ده راسره شوې، په داسې حال کې ، چې له دولت څخه مو د مرستو غوښتنه هم کړې ده.))
نوموړى زياتوي، دا يواځې زما ستونزه نه ده ، بلکې ډيرى کسانو د اړتيا پر وخت مرستې نه دي ليدلي، ان د دوى په نوم اخيستل شوې مرستې چارواکو د خپل ځان کړې دي .
د ده يک ولسوالۍ د سليمانزو د سيمې يوتن اوسېدونکی سيد امير هم ورته ستونزه بيانوي وايي ، چې څو ځلې د دوی په سيمه کې سيلاب راغلى او خلکوته د مالې زيان تر څنګ يې ځاني زيان هم اړولى، خو هيچا ورسره مرسته نه ده کړې.
هغه زياتوي، هيڅ داسې اداره نه پېژني، چې له اړو کسانو سره دې مرسته وکړي، د سرې مياشتې او له طبعي پېښو سره د مبارزې رياست نومونه خو يې اوس واورېدل.
د ګيرو ولسوالۍ د شېلې د کلي اوسېدونکى روح الله وايي، چې تېر کال يې ځمکه اوبو لاندې کړه، خو کله چې د مرستې غوښتلو لپاره غزني ښار ته راغى، د ده په وينا، چې چارواکو يې خبرې ته هيڅ غوږ ونه نيوه.
د ده په خبره، د مرستې غوښتلو لپاره يې له پېښو سره د مبارزې رياست او سرې مياشتې ادارې ته عريضه هم ورکړې، خو هيچا مرسته نه ده ورکړې.
هغه زياته کړه، تېر کال يې ځمکې، د انګورو باغ او غنم سېلاب لاندې کړل او کور يې هم زيانمن شو، خو دا لورى ترې ورک و، چې له چا مرسته وغواړي.
د روح الله په خبره، چارواکي د مور او مېرې چلند ورسره کوي، له داسې کسانو سره مرستې کوي، چې هيڅ اړتيا هم نه ورته لري، د ده په خبره ، دا مرستې جاغوري، جغتو او خواجه عمري ولسوالۍ ، چې زيانمنې شوې هم نه وې ، تر لاسه کړې.
خو په غزني کې له پېښو سره د مبارزې رياست مشر حفيظ الله ګلستانى وايي، دوى دومره بوديجه نه لري، چې د ټولو خلکو او زيانمنو شويو اړتياوې پوره کړي.
د نوموړي په وينا:(( سږ کال په قره باغ،جغتو او ګيرو ولسواليو کې ٥٢ کورونه سېلاب زيانمن کړل، خو د مرستو په اړه پيسې يې يو کال وروسته را ورسېدې او موږ ور نه کړاى شوې.))
له بلې خوا د غزني د سرې مياشتې رييس سميع الله صديقي وايي، چې په سيمه کې نا امني هم د دوى کارونه يو څه اغېزمن کړي او له بل لوري له سرې مياشتې سره د سوداګرو مرستې هم بندې شوې دي.
د نوموړي په وينا، د سرې مياشتې رضاکاران په بېړنيو حالاتو کې مرسته کوي او د ده په خبره،چې خلک يې هم له چارو سره نابلده دي، خو دوى هڅه کوي، چې ستونزه له منځه يوسي.