Language

د ګاز ډبې چاودنې ديوې کورنۍ درې ماشومان مړه کړل

جلال اباد ( پژواک ٢٢ مرغومى ٩٢ ) : په جلال اباد ښار کې د ګاز ډبې دچاودنې له امله ديوې کورنۍ درې ماشومان مړه او والدين يې ټپيان شوي دي.

د ننګرهار د ملکي روغتون رييس ډاکټر همايون زهير د مرغومي په ٢٢مه، پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې دا پېښه نن سهار وخته رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه، چې د جلال اباد ښار اړونده د کمپونو په سيمه کې په يوه کور کې دګازډبې چاودنه شوې، چې له امله يې تر لسو کلونو کم عمره درې ماشومان مړه شوي دي.

د ډاکټر زهير په وينا، د چاودنې له امله ددغو ماشومانو مور او پلار ټپيان شوي دي.

دى وايي، چې مړي او ټپيان روغتون ته راوړل شوي،خو د مړو شويو ماشومانو د مور روغتيايي حالت داندېښنې وړ دى.

د بصير په نامه د کمپونو يوه اوسېدونکي پژواک ته وويل، چې نن سهار وخته ناڅاپه يې د چاودنې غږ واورېد.

دى وايي ، کله چې دوى ياد کور ته ورغلل د ګاز ډبې د چاودنې له امله يې درې ماشومان مړه وو او دوه نور سخت ټپيان وو، چې دوى روغتون ته ولېـږدول.

ديوه بل خبر له مخې، نن سهار وخته د جلال اباد ښارد تلاشۍ په څلور لاري کې چاودنه شوې ده.

د ننګرهار دامنيه قوماندانۍ وياند سمونوال حضرت مشرقيوال پژواک اژانس ته وويل ، چې چاودنه د څلور لاري په منځ کې شوې، خو چاته يې زيان نه دى اړولى.

خو په سيمه کې ددوکانونو يوه څوکيدار پژواک ته وويل ، په چاودنه کې يو پوليس ټپي شوى و، چې روغتون ته لېږدول شوى دى.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.