Language

غزني کې د يوه هلک پر سينه ” کلمۀ طيبه ” څرګنده شوې

غزني ښار (پژواک ۲۲ مرغومی ۹۲): د غزني  د قره باغ ولسوالۍ د  يوه اوسېدونکي عبدالله پر نس او سينه “کلمۀ طيبه” را ښکاره شوې ده.

عبدالله چې ١٦ کاله عمر لري، د قره باغ ولسوالۍ د ناخېلو سيمې اوسېدونکی او  ۱۶ سپارې قران کريم يې هم حفظ کړی دى.

عبدالله وايي، يوه شپه يې خوب وليد، سهار چې له خوبه را پاڅېد نو پر سينه يې “کلمۀ طيبه” ليکل شوې وه.

د ده په خبره، خوب يې د خپل کلي ملا امام ته تېر کړ، خو هغه ورته وويل چې بل چا ته يې ونه وايي او يو حمام وکړي.

د عبدالله په وينا: (( مخکې تر دې چې په سينه مې کلمه را ښکاره شي، بدن مې يو ډول خارښ کاوه او له خارښه وروسته کلمه را څرګنده شوه.))

د ده په خبره، د بدن په ځينو غړو يې د الله ج او محمد ص نومونه هم را ښکاره شوي وو، خو کله چې يې حمام وکړ، نو هغه نومونه پاک شول او کلمه طيبه يې پر بدن پاتې شوه.

 د عبدالله پلار حاجي لعل محمد وايي، د چهار شنبې په ورځ يې د زوى ځان خارښ کاوه، د شپې چې ويده شو، خوب يې  ليدلى و او په سهار يې پر بدن د الله او محمد نومونه او کلمه طيبه  ليکل شوې وه.

د حاجي لعل محمد په خبره، تر حمام کولو وروسته يې له بدنه د الله او محمد نومونه پاک شول  يواځې کليمه طيبه پاتې شوه، خو د کلي ملا ورته  وويل، چې دا دروغ دي او د انسان پر بدن هېڅکله د الله او محمد نومونه نه ظاهرېږي.

 هغه له چارواکو وغوښتل، چې زوى ته يې د زده کړو زمينه برابره کړي.

يو کال مخکې په کابل کې د يوې نجلۍ پر مخ د الله او محمد نومونه را څرګند شوي وو، هغه نجلۍ  د غزني ده، خو اوس له خپلې کورنۍ سره په کابل کې اوسېږي.

Related Topics