Language

مزار کې يوه تن خپله ښځه وژلې

مزار شريف ( پژواک ٢٢ مرغومى ٩٢ ): امنيتي مسوولين وايي، چې په مزار شريف ښار کې يوه تن خپله مېرمن وژلې ده.

د بلخ د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال عبدالرزاق قادري د مرغومي په ٢٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا پېښه تېره شپه د مزارشريف ښار د درېيمې ناحيې اړوند د سياه ګرد په سيمه کې رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه، چې د دې سيمې يوه اوسېدونکي خپله ښځه د خوب په حالت کې وژلې او بيا وروسته يې چې د تېښتې هڅه کوله، د پوليسو له خوا نيول شوى دى.

قادري وويل، چې وژل شوې ښځه د پنځو اولادونو مور وه او د هغې له نيول شوي خاوند څخه پوښتنې پيل شوې دي.

د نوموړي په وينا، خاوند يې پر خپل جرم اعتراف کړى، خو له لومړنيو پلټنو معلومه شوې، چې هغه رواني تکليف درلود.

د امنيت امر وايي، چې د وژل شوې ښځې جسد عدلي طب ته د پلـټنو لپاره لېږل شوى دى.

د يادونې ده، په دې وروستيو کې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي پېښې زياتې شوې دي.

Related Topics