کندوز (پژواک ٢٢ مرغومى ٩٢): د کندوز ولايت د چهاردرې ولسوالۍ په نا امنو سيمو کې د راتلونکو ټاکنو لپاره چاڼيز عمليات پيل شوي او په دوو نورو پېښو کې د پوليسو يو افسر او يو ملکي وګړى وژل شوي دي.
په شمال ختيځ زون کې د ملي اردو د دويمې پلې لوا د مطبوعاتو مسوول جګړن غلام حضرت کريمي وايي، چې دغه عمليات نن د ملي اردو، امنيت، سيمه ييزو او ملي پوليسو له لوري د چهار درې په نواباد سيمه کې پيل شوي دي.
هغه پژواک خبري پژواک ته وويل، چې دغه عمليات د “خنجر ٢٣” تر نامه لاندې پيل شوي او تر دې مهاله يې يو راکټ او يو کلاشينکوف ترلاسه کړي دي.
د کندوز د امنيه قوماندانۍ د مطبوعاتو مسوول سيد سرور حسيني وايي، دغه عمليات د چهاردرې ولسوالۍ په خروټو، ځدراڼو، خطايانو، منګ تېپه او نواباد سيمو کې د رايې ورکونې مرکزونو د امنيت د ټينګښت په موخه په لاره اچول شوي او د دريو ورځو لپاره به دوام ومومي.
حسيني زياته کړه، د عملياتو په ترڅ کې هر کور پلټل کېږي او د ځدراڼو په سيمه کې د يوې نښتې په ترڅ کې دوه وسله وال مخالفين هم ټپيان شوي دي.
دوه اونۍ وړاندې د دغه ولايت په خان اباد ولسوالۍ کې هم ورته عمليات په داسې حال کې ترسره شول، چې د شمال ختيځې حوزې د ولايتي شوراګانو ځينو کانديدانو په کندوز کې له نا امنۍ اندېښنه څرګنده کړې وه او ټاکنيزو مبارزو ته يې د امنيت غوښتنه کړې وه.
د ولايتي شوراګانو د کانديدانو ټاکنيزې مبارزې د روان کال د کب په ١٣ مه او د ولسمشرۍ کانديدانو د سلواغې په ١٣ پيلېږي. د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنې به د ١٣٩٣ کال د وري په ١٦مه ترسره شي.
د ټاکنو خپلواک کمېسيون پرون اعلان وکړ، چې دوى ته امنيتي ځواکونو ويلي، چې د هېواد په کچه له ټولو ٦٨٤٥ د رايې ورکونې له مرکزونو څخه يې د ٤١٤ مرکزونو امنيت نه شي ټينګولى او دغه مرکزونه به بند وي.
په کندوز کې يو پوليس افسر هم وژل شوى دى.
د کندوز د امنيه قوماندانۍ د مطبوعاتو مسوول وويل، چې کله سمونيار خان ګل د کندوز په ښار کې د زرخريد له کلي امنيه قوماندانۍ ته د راتلو په حال کې و، د طالبانو له لوري وژل شوى دى.
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې دغه افسر د کندوز په هوايي ډګر کې دنده ترسره کوله، چې د دوى د پلويانو د بريد په ترڅ کې وژل شوى دى.
د تخار ولايت په درقد ولسوالۍ کې هم يو کس وژل شوى دى، د تخار د امنيه قوماندانۍ د مطبوعاتو مسوول سمونيار عبدالخليل اسير وايي، چې وژل شوى ملکي وګړى او د شخصي دوښمنۍ له امله وژل شوى دى.
خو طالب وياند ادعا کوي، چې دوى د درقد په ولسوالۍ کې د عبدالخالق په نوم يو تن، چې دولت ته يې جاسوسي کوله، وژلى دى.
Views: 2
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن