کابل ( پژواک، ۲۳ مرغومی ۹۲ ) : د فوټبال نړیوال فدراسیون فیفا د افغانستان فوټبال ته د ۲۰۱۳ کال د زړورتوب جایزه ورکړه.
د فوټبال په بیلا بیلو برخو کې دجایزو ورکولو جشن هر کال د فیفا ۲۰۹ غړو هېوادونو د استازو په ګډون په سویټزرلنډ کې تر سره کېږي .
فیفا تیره اونۍ اعلان کړی و، چې د ۲۰۱۳ کال د زړورتوب جایزې لپاره یې دافغانستان فوټبال یې هم کانددی کړی دی.
نن د شپې ناوخته په یادو مراسمو کې افغانستان د یادې جایزې ګټونکی شو او د فیفا مرستیال علی ابن الحسین لخوا د افغانستان دفوټبال فدارسیون مشر کرام الدین کریم ته دغه جایزه ورکړل شوه.
هغه د جایزې ترلاسه کولو وروسته پخپله لنډه وینا کې دغه جایزه ټولو افغانانو ته تقدیم او مبارکي یې ورکړه.
کرام الدین کریم د فیفا مشر بلاتر ته پخپله وينا کې وویل : (( افغانستان تیر کال د سویلي اسیا اتلولي خپله کړه، تاسو هغه مهال لیکلي وو، چې فوټبال خلک یو ځای کوي، ستاسو دا خبره رښتیا شوه او تاسو حق بجانب وای، ځکه چې تر دې بریا وروسته په افغانستان کې یووالی رامنځته شو.))
د نوموړي په وینا، د فوټبال د تیر کال بریاوو او لاسته راوړنو سره په افغانستان کې په حقیقي توګه ملي یووالی او سوله رامنځته شوه او دغه لوبه په دې برخه کې رغنده رول ولوبول.
هغه زیاته کړه : (( دغه جایزه چې نن موږ ته راکړی شوه، له دې معلومیږي، چې افغانانو هر څه شاته پریښي دي او د یوې پیاوړې او پرمختللې ټولنې په توګه مخکې ځي.))
د افغانستان فوټبال فدراسیون د سویلي اسیا سیالیو کې د غوره لوبې کولو او اتلولۍ ترلاسه له امله ددغې جایزې حقدار اعلان شو.
د فوټبال یو تن لوبغاړي او ددې لوبې کارپوهه هادي کاظمي پژواک خبري اژانس ته وویل ، یو لامل چې فیفا افغان لوبډله د ۲۰۱۳ کال په اوږدو کې د زړورتیا جایزې ته کاندید کړه دا و، چې افغان لوبډله په بې ساري توګه وتوانېده چې د دغه کال په اوږدو کې افغانان سره یوځای کړي او د فوټبال د بریاوو له کبله ټول ګډه خوښي وکړي.
هغه زیاته کړه : (( یو اصل چې فیفا یې د دغې جایزې لپاره په پام کې نیسي دا دی، چې لوبډلې د ښایسته لوبې له لارې غوره سپورتي اخلاق وښيي.))
د افغانستان دفوټبال په ۹۰ کلن تاریخ کې دا لومړی ځل دی چې دا ډول جایزه ګټل کیږي، تیر کال دغه جایزه ازبکستان ته ورکړل شوې وه.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP