Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ولسمشر د میلاد النبي په مناسبت هیوادوالو او مسلمانانو ته مبارکي ورکړه

کابل ( پژواک، ۲۳، مرغومی ۹۲ ) : ولسمشر حامد کرزي د اسلام د ستر پیغمبر حضرت محمد مصطفی (ص) د نیکمرغه میلاد په مناسبت  پخپل پیغام کې ټولو هیوادوالو او مسلمانانو ته مبارکي ویلې ده.

له ارګ څخه د مرغوي په۲۳مه، پژواک خبري اژانس ته په یوه رالیږل شوې خبرپاڼه کې د ولسمشر له خولې راغلي : (( د اسلام د نازولي پیغمبر حضرت محمد (ص) د بختور میلاد په مناسبت خپلو هېوادوالو او د نورې نړۍ مسلمانانو ته مبارکۍ وړاندې کوم. د میلاد النبي (ص) د نیکمرغه جشن برکت دې تل زموږ ټولو د سر سیوری وي. ))

هغه زیاته کړې چې ، د اسلام د مقدس دین د محبوب پیشوا حضرت محمد مصطفی (ص) د مسعود میلاد ورځ، د عالم بشریت په تاریخ کې له بختورو او برکته ډکو ورځو څخه ګڼل کیږي. په دې ورځ له ګمراهیو او ضلالته د بشریت د نجات لپاره خاتم الانبیا‌ء حضرت محمد (ص) نړۍ ته سترګې غړولي دي.

ولسمشر ویلي، نړۍ ته د دوی رالیږل له انسانانو سره د خدای (ج) لوی احسان دی او الله تعالی بشریت ته د هغوی له جنسه داسې پیغمبر ور واستاوه چې د ژوند په ټولو چارو کې د لارښوونې صلاحیت الله (ج)  وربخښلی و.

حامد کرزي زیاته کړې : (( حضرت محمد مصطفی (ص) ته څښتن تعالی له بدمرغیو، جهالت او د ناپوهۍ له تیارو د انسان د ژغورلو؛ د اجتماعي عدالت او د انسان د روحي آرامش د تامین او د بشر د اخلاقي روزنې ستر رسالت ورسپارلی و او آنحضرت (ص)  دا رسالت په کامل امانت او بري سرته ورساوه؛  د دې رسالت د پوره کیدو په لار کې يې هر راز کړاوونه او تکالیف په خورا حوصله او زغم وګالل او بشریت يې د اسلام د مقدس دین په انوارو منور کړ. ))

د هغه په وینا، اسلامي علما او د نړۍ ټول اسلام پوهان په دې عقیده دي چې د نبي کریم (ص) ویاړلی شخصیت د بهترینو صفاتو او عالي خصایصو څښتن و او د بشریت د لارښوونې په لاره کې يې هڅې بې مثاله، ارشادات، خبرې او نظریات یې  ستر ارزښت لري.

ولسمشر په دې پیغام کې ویلي : (( د لوی څښتن دربار ته دا خواست کوو چې الله تعالی دې زموږ ټول اعمال، تل پر اسلامي ارکانو، تعالیمو او دحضرت محمد (ص) پر لارښوونو برابر لري او د سرور کاینات د بختور میلاد په فضیلت دې زموږ هېواد له هر ډول بلاوو او آفاتو وژغوري او د دې وطن فرد فرد ته دې الله تعالی توفیق عنایت وفرمايي چې خلکو ته د خدمت له لارې خپل هېواد سمسور او بسیا کاندي. ))

 

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.