Language

چاريکار(پژواک ٢٣ مرغومى ٩٢): د کابل د پغمان ولسوالۍ د يو تن اوسېدونکي ٢٥ کلن ځوان مړى ، نن سهار د پروان په مرکز کې وموندل شو.

د پروان د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مديريت د کريمينال تخنيک امر سمونمل اغا فرهاد، پژواک خبري اژانس ته وويل، دغه مړى نن سهار په داسې حال کې وموندل شو ، چې د پروان د مرکز اړوند په دولانه سيمه کې پر ونه تړل شوى و.

 د هغه په وينا، دغه ٢٥ کلن ځوان پر سينه څلور ګولۍ ويشتل شوى او د جيب له اسنادو يې څرګنديږي، چې حکمت نومي او  د کابل د پغمان ولسوالۍ د پراچي کلي اوسېدونکى دى .  

د ده د معلوماتو له مخې،  د دې ځوان مړى د پروان ولايتي روغتون ته لېږدول شوى دى.

دى وايي، چې تر دې دمه د دې قتل لامل او قاتل نه دى څرګند، خو پوليسو يې  په اړه پلټنې پيل کړي دي .

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.