Language

کابل (پژواک ٢٤ مرغومى ٩٢): ولسمشر حامد کرزي، د فوټبال نړيوال فدراسيون (فيفا) له لوري د افغانستان د فوټبال فدراسيون ته د زړورې لوبې د جايزې د ورکولو په اړه د افغانستان خلکو ته مبارکي ويلې او هغه يې د ٢٠١٤ زېږديز کال د پيل لپاره ښه خبر بللى دى.

تېره شپه د افغانستان د فوټبال فدراسيون، د سويس په زوريخ ښار کې د ٢٠١٣ زېږديز کال د زړورې لوبې جايزه، د يو لړ مراسمو په ترڅ کې، د نړيوالو اصولو او معاريونو په منلو سره د نړيوال فډراسيون له لوري تر لاسه کړه.

د ولسمشر د وياندوى دفتر په خبرپاڼه کې ويل شوي: ” د هېواد ولسمشر د افغانستان خلکو ته د دغې لويې بريا د مبارکۍ تر څنګ څرګنده کړې، چې د ٢٠١٤ کال په اړه د ناسمو تبلغاتو پر خلاف، افغانستان د دغې جايزې په تر لاسه کولو سره د دغه کال ښه پيل کړى دى.”

ولسمشر حامد کرزي، روان او راتلونکي کلونه له هيلو ډک بللي او هيله يې څرګنده کړې، چې راتلونکي کلونه له لاسته راوړنو او په بېلابېلو برخو کې د برياو ډک کلونه و اوسيږي.