اسعداباد (پژواک ٢٤ مرغومى ٩٢): په کونړ ولايت کې د يو لړ نښتو په ترڅ کې اتو وسله والو او پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د کونړ امنيه قوماندان مل پاسوال ارکانحرب عبدالحبيب سيدخېل د مرغومي په ٢٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېر ماښام د غازي اباد ولسوالۍ د څونک په سيمه کې نښته رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه، چې په دې نښته کې دوه وسله وال وژل شوي او درې نور ژوبل دي.
د نوموړي په وينا، په دې نښته کې افغان ځواکونو او عامو وګړو ته کومه مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
امنيه قوماندان دغه راز وويل، چې د دغه ولايت د چپې درې ولسوالۍ د ګل سلک په سيمه کې د چاودنې له امله درې پوليس ټپيان شوي دي.
خو طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې په چاودنه کې شپږ پوليس وژل شوي دي.