Language

بلخ کې يو خصوصي روغتون جوړ شو

مزارشريف ( پژواک، ٢٥ مرغومى ٩٢ ) : د بلخ په مزار شريف ښار کې يو خصوصي شل بستريز روغتون جوړ او د مرغومي  په ٢٥مه، ګټې اخيستنې ته وړاندې شو.

د بلخ باستان په نوم د دغه روغتون رييس عبدالصبور صبور پژواک خبري اژانس ته وويل، چې پر دغه روغتون ۶۵۰زره امريکايي ډالره لګښت راغلی، چې د جمعيت اسلامي ګوند له بوديجې څخه ورکړل شوى دى.

د صبور په وينا، دمګړۍ دغه روغتون شل بسر لري، چې په نږدې راتلونکي کې به د بسترونو کچه يې ۵۰ ته لوړه شي او په مسلکي ډول به د ناروغانو درملنه پکې کېږي.

هغه وويل، دا لومړی ځل دی، چې په مزارشريف کې د جمعيت ګوند له خوا دا ډول روغتون جوړېږي او دوی هيله من دي، چې راتلونکي کې هم ورته بنسټيز کارونه ترسره شي.

د ياد روغتون مرستيال ډاکټر فريد جليل رسنيو ته وويل، چې دوی د ناروغانو د درملنې په برخه کې د نورو شخصي روغتونونو په پرتله شل سلنه تخفيف په نظر کې نيولی دی.

د هغه په وينا، دغه روغتون به په عمومي جراحي، عمومي داخله، عقلي او عصبي جراحۍ په برخه کې د ناروغانو درملنه کوي.

هغه وويل ، چې  بلخ باستان روغتون په پرمختللو نړيوالو وسايلو مجهز دی او تر ډېره به د هېوادوالو ستونزې حل کړای شي.

د جليل په وينا، دا روغتون به ۲۴ ساعته پرانېستی وي او رايګان امبولانس هم لري، چې د ناروغانو په انتقال کې به ورنه کار اخېستل کېږي.

د بلخ د ولايتي شورا رييس ډاکټر افضل حديد پژواک ته وويل، چې د سياسي ګوندونو له خوا د دا ډول کړنو ترسره کول، د دې لامل ګرځي، چې خلک په دغو ګوندونو اعتماد وکړي.

نوموړي وويل ، چې په بلخ کې په لسګونه شخصي روغتونونه فعاليت لري، چې خلکو ته يې اسانتياوې رامنځته کړي.

خو هغه دا هم وويل ، چې د عامې عامې روغتيا له خوا د فيس په برخه کې د مناسب معيار نه درلودل د دې لامل شوي، چې يو شمېر روغتونونه له ناروغانو ډېر فيس اخلي.

په ولسی جرګه کې د بلخ استازي او د جمعيت ګوند غړي علم خان ازادي پژواک ته وويل، چې دغه ګوند دې ته متعهد دی، چې په راتلونکي کې به هم ورته بنسټيز فعاليتونه کوي.

هغه وويل، چې نور سياسي ګوندونه او ملي سوداګر هم بايد په هېواد کې د بيارغونې او بنسټيزه کارونو په برخه کې پانګونه وکړي.

Related Topics