Language

د غزني په ده يک کې پر خلکو جهاد ته د بلنې پاڼې وېشل کېږي

غزني ښار (پژواک ۲۵ مرغومی ۹۲): د غزني  په ده  يک ولسوالۍ کې داسې پاڼې وېشل شوي، چې له خلکو په کې د حکومت او بهرنيانو خلاف د جهاد غوښتنه شوې ده.

دغه پاڼې، چې پرې (د افغانستان اسلامي اتحاد د مجاهدينواو منسوبينو پېژندپاڼه) ليکل شوي، پر خلکو وېشل کېږي او د فورمې په ډول دي، چې تر ډکولو وروسته بېرته وېشوونکو ته سپارل کېږي.

  د ده يک ولسوالۍ د علي کلا په سيمه کې تېره ورځ دغه پاڼې د دوو کسانو له لوري ، چې کتابونه هم ورسره وو او سيمې ته د کتاب پلورونکو په نوم ورغلي وو وېشل شوې دي.

  د دغه کلي اوسېدونکي نورالرحمن پژواک خبري اژانس ته وويل: ((دغه کسان له څو ورځو راهيسې په سيمه کې ګرځېدل او دغه پاڼې يې پر خلکو ډکولې.))

 دی وايي، دغو کسانو يو شمېر پاڼې په جوماتونو کې د قران شريفونوپه منځ کې هم اېښې او دا يې هم ورسره ليکلي، چې دغه پاڼې ډکې کړئ او بېرته يې پر خپل ځای باندې کېږدئ، څو له تاسې سره مرستې وشي.

 د سيمې يوه بل  اوسيدونکي روح الله چې دغه پاڼه يې ډکه کړې او هغو کسانو ته يې ورکړې وايي، چې ده ته يې وويل، کله چې دا پاڼې ډکې کړئ ، نو له ټاکنو وروسته به له تاسې سره  مرستې وشي.

روح الله زياتوي، چې په دغو پاڼو کې له خلکو د جهاد غوښتنه هم شوې ده.

 دغه کسان چې پاڼې او فورمې يې وېشلې، څو تنه يې د سيمې د وسله والو طالبانو له لوري نيول شوي هم دي.

د طالبانو يوه سيمه ييز قوماندان پژواک خبري اژانس ته د نوم نه  ښودلو په شرط ويلي، د دغو کسانو دوه تنه يې نيولي او ورته ويلي يې دي، چې د دغه کار په بدل کې ١٥٠٠٠ افغانۍ معاش ورکول کېږي.

 دغه طالب قوماندان ويلي، نيول شوو کسانو منلې، چې دا پاڼې يې د غزني په ښار کې ترلاسه کولې او بيا يې د ده يک په ولسوالۍ کې پر خلکو وېشلې.

 د غزني سيمه ييزو چارواکو د دغو پاڼو د وېشلو په اړه ناخبرې وښوده.

Related Topics