مزارشريف (پژواک ٢٥ مرغومى ٩٢): په شمال زون کې د بشري حقونو خپلواک کمېسيون وايي، چې په روان کال کې د دغه زون په څلورو ولايتونو د مېرمنو پر وړاندې د تاوتريخوالي له ۵۰۰ ډېرې پېښې ثبت شوې دي.
د بشري حقونو خپلواک کمېسيون د ښځو د چارو مشرې فوزيې نوابي، د مرغومي په ٢٥مه په مزارشريف کې په هغې غونډه کې ، چې په کم عمر کې د نجونو د ودولو او د هغو د زيان په اړه جوړه شوې وه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د تېر کال په پرتله د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي کچه دوه برابره زياته شوې ده.
د مېرمن نوابي په وينا، ډېری پېښې وهل ټکول، د نفقې نه ورکول، اجباري ودونه، په کم عمر کې ودونه، د ميراث نه ورکول، جنسي او ناموسي وژنې دي، چې ورځ تر بلې په شمال زون کې ډېريږي.
هغې په دغه زون کې د مېرمنو وضعيت د اندېښنې وړ وباله او له دولت څخه يې غوښتنه وکړه ، چې د مخنيوي لپاره يې لازم اقدامات وکړي.
نوابي دا هم وويل، چې په دې وروستيو کې د مېرمنو له خوا پر نارينه وو د تاوتريخوالي پېښې هم دغه کمېسيون ثبت کړې دي.
د هغې په وينا، په تېره يوه مياشت کې د مېرمنو له خوا پر نارينه و د تاوتريخوالي درې پېښې ثبت شوې، چې ډېری يې اقتصادي انګېزه لري.
په غونډه کې د (اکوال اکسس) موسسې مسوول ارمان کريمي پژواک اژانس ته وويل، چې په کم عمر کې ودونه ډېری د تاوتريخوالي لامل ګرځي او تر هغې چې د دې چارې مخنيوی ونه شي، نو د تاوتريخوالي کچه نه شي راټيټېدای.
کريمي زياته کړه، چې دوی د تاوتريخوالي د مخنيوي لپاره يوه لړۍ پيل کړې، چې لومړۍ غونډه يې په مزار شريف کې ترسره کړه او هيله من دى، چې په شمال زون کې به د مېرمنو د تاوتريخوالي په راکمولو کې اغېزمن تمام شي.
هغې دا هم وويل، چې د دوی فعاليت تبليغاتي بڼه لري او ډېری هڅه کوي، چې خلک په کم عمر کې د نجونو د ودولو په اضرارو وپوهوي.
د مدنې ټولنې غړې او د مزارشريف اوسېدونکې زينب پژواک اژانس ته وويل، چې لا هم خلک مېرمنو ته هغه حقونه نه ورکوي، چې اسلام ورته ټاکلي دي.
هغې زياته کړه چې په لرې پرتو سيمو کې د مېرمنو وضعيت ډېر خراب دی او په سختو حالاتو کې ژوند کوي.