مزار شريف (پژواک ٢٦ غبرګولى ۹۲): په مزارشريف کې د اساسي قانون د لسمې کاليزې د نمانځنې په غونډه کې يو شمېر ګډونوالو وويل، چې له تصويب لس کاله وروسته لا هم دغه قانون په ټولو هېواد والو يو ډول نه پلی کېږي.
دوی وايي، له قانون څخه بې خبري او په واک کې د زورواکانو پاتې کېدل، ډېری وخت د دې لامل شوي، چې د قانون د پلي کېدو مخنيوی يې وکړ.
د بلخ ولايت مرستيال او سرپرست والي ظاهر وحدت پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د هېواد اساسي قانون د سيمې په کچه يو غوره قانون دی، خو د ځينو خلکو له خوا تر پښو لاندې کېږي.
نوموړي زياته کړه، چې د افغانستان د تېرې دولس کلنې دورې يوه لويه لاسته راوړنه د اساسي قانون او يو شمېر نورو قوانينو تصويبول دي.
وحدت همداراز وويل: “د نړيوالې ټولنې مرستې او د افغان دولت د هڅو په پايله کې نن موږ د يوه دموکراتيک نظام خاوندان يو.”
مرستيال والي د خپلو خبرو په دوام کې وويل، چې د اساسي قانون د نه عملي کېدو يو لامل دا هم دی، چې خلک په دغه قانون سم نه دي پوه شوي.
هغه زياته کړه، لا هم خلک د يوې ستونزې پر مهال پر دې نه پوهېږي، چې په څه ډول خپله ستونزه پر حقوقي لارو حل کړي.
د بلخ ولايت د عدليې رييس سيد محمد جعفر مصباح پژواک ته وويل، چې په دولتي ادارو کې د فساد شتون د اساسي قانون د نه پلي کېدو لامل دى.
نوموړي د بېلګې په ډول يادونه وکړه: ((دمګړۍ په بلخ کې شاوخوا ۶۰ ښارګوټي په غير قانوني ډول جوړ شوي، قضايي ارګانونو سره يې اسناد پراته دي، هغوی جلب شوي، خو دا چې زور لري او په دولت کې ځانګړی نفوذ لري، نو قانوني مراجعو ته نه حاضرېږي او خپل کار ته يې دوام ورکړی دى.))
مصباح زياته کړه: “ترڅو چې په دولت کې اساسي بدلونونه رانه شي او له حکومتي څوکيو د زورواکانو لاسونه لنډ نه شي، نو په ټولو باندې په يو ډول د قانون پلي کول يو خوب دی.”
په همدې حال کې د بلخ د ولايتي شورا رييس افضل حديد خبريالانو ته وويل، چې په دولت کې يو څو مشخصې کړۍ دي، چې هر څه يې په خپل لاس کې اخيستي او قانون تر پښو لاندې کوي.
نوموړي زياته کړه: ((دا د شرم خبره ده چې افغانستان په فساد کې د ښکېلو هېوادونو په سر کې راځي، دلته قانون تر پښو لاندې کېږي او متاسفانه د هغو خلکو له خوا تر پښو لاندې کېږي، چې لوړې دولتي څوکۍ لري.))
حديد د پژواک د يوې پوښتنې په ځواب کې، په برېښنايي تذکرو کې د ملت د نه يادېدو په اړه وويل، چې بايد ملت په کې ذکر شوی وای.
هغه وويل: “موږ ټول افغانان يو او هغه کسان چې له دې نوم سره مخالفت کوي، د پرديو د لاسونو آلې ګرځېدلي دي.”
نوموړي له خلکو وغوښتل، چې د ملت جوړېدو لپاره عملي ګامونه پورته کړي.
په همدې حال کې د مدني ټولنو يو شمېر غړي هم د اساسي قانون د نه مراعتولو مسئلې اندېښمن کړي او وايي، که مخنيوی يې ونه شي، نو پر دغه قانون د خلکو اعتماد به له منځه لاړ شي.
د مزار شريف اوسېدونکي اصف رحيمي پژواک ته وويل، چې دی د اساسي قانون په اړه اندېښمن دی او په زورواکانو د قانون نه پلي کول د دولت ناکامي بولي.
نوموړي زياته کړه: ((موږ يوه ورځ هم وانه ورېدل ، چې يو وزير دې د فساد په تور له دندې لرې شوی وي، په داسې حال کې چې ټولو ته ښکاره ده، چې تر وزيرانو پورې په فساد او د قانون په نه عملي کولو کې لاس لري.))