جلال اباد (پژواک ٢٦ مرغومى ٩٢): د ختيځو ولايتونو چارواکي وايي، چې اوس هم په دې سيمه کې ګڼ شمېر نا مسووله وسله وال شتون لري.
په ختيځ کې د بې وسلې کولو (ډاياګ) پروګرام مشر بريد جنرال جوهر دولتزي د مرغومي په ٢٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په لمريز کال کې د ختيځو ولايتونو شاوخوا اته سوه ميله سپکې او درنې وسلې ورته سپارل شوي، خو اوس هم د ختيځو ولايتونو په بېلابېلو سيمو کې غير مسوول وسله وال شته.
هغه زياته کړه، چې امنيه قوماندانۍ، ملي امنيت او ملي اردو ځواکونو د ډاياک پروګرام ته ټولې نيول شوې وسلې سپارلي، خو بسنه پرې نه کوي.
د نوموړي په وينا، دا ځکه بسنه نه کوي، چې په افغانستان کې شاوخوا دېرش کاله جګړه تېره شوې، نو حتمي ده چې وسلې به له خلکو سره ډېرې وي.
جنرال دولتزى وايي، چې يو شمېر کړيو د سولې شورا له لارې هم دوى ته وسلې سپارلې دي.
د ننګرهار مرستيال والي محمدحنيف ګرديوال هم مني ، چې په ننګرهار کې غير مسوول وسله وال شته او ځينې غير قانوني وسلې يو شمېر اشخاص ګرځوي ، چې بايد د ډاياک پروګرام ته وسپارل شي.
هغه وويل: ((پر دې سترګې نه شو پټولى، چې غير مسوول وسله وال نشته، البته ناقونونه وسلې شته.))
نوموړي د ننګرهار پر ملي امنيت او امنيه قوماندانۍ غږ وکړ، چې د نا مسوولو وسله والو او نا قانونه وسلو پر وړاندې جدي اقدام وکړي او يادې وسلې ونيسي او ګرځوونکي يې بايد مجازات شي.
هغه وويل، چې د ننګرهار امنيتي ځواکونو په دې برخه کې هڅې کړي، څو ورځې وړاندې يې هم د ډاياک پروګرام ته شاوخوا ٢٠٠ ميله هغه وسلې، چې د مختلفو عملياتو او مخامخ جګړو په ترڅ کې نيولې وې سپارلې دي.
خو د کونړ امنيه قوماندان مل پاسوال ارکانحرب عبدالحبيب سېدخېل وايي، چې په دولتي چوکاټ کې هېڅ يوه غير وسله واله ډله نشته، چې پر خپل سر وسلې وګرځوي او يا يې وساتي.
هغه زياتوي، چې په دغه ولايت کې د دولت له اجازې پرته څوک وسلې نه شي ګرځولى او که چا بې له اجازې وسله وګرځوله، نو د قانون منګولو ته به وسپارل شي.
سيدخېل وويل، په دغه ولايت کې ۴۷۵۲ وسله وال مخالفين ، چې په لسو ډلو کې راټول دي وجود لري او په هغو سيمو کې فعاليت کوي، چې د دولت له کنټروله بهر دي.
د نورستان امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالباقي نورستاني پژواک اژانس ته دا ومنله، چې په نورستان کې هم نا مسوول وسله وال موجود دي.
دى وايي: ((وسله وال خو په ټول افغانستان کې شته، بې له شکه په نورستان کې هم موجود دي.))
هغه پژواک ته وويل، چې په نورستان کې يې د دندې يوه مياشت کېږي، خو کلک تدابير په دې اړه لري، تر څو د غير قانوني وسلو مخه ونيسي.
بلخوا د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک هم مني، چې په لغمان کې يو شمېر نا مسوول وسله وال شتون لري.
دى وايي، چې په دې برخه کې د لغمان امنيتي ځواکونو پخوا هم ګڼې لاسته راوړنې لرلې او لا هم په دې برخه کې فعال دي.
ځواک زياتوي، چې د لغمان والي په تېرې امنيتي جلسې کې هم امنيتي ځواکونو ته جدي سپارښتنه وکړه ، چې ښاري کمېسيون دې جوړ او د ښار په دروازو کې دې ټولې سلاوې وڅاري.
هغه زياته کړه: ((ولايتي اداره په دې برخه کې جدي ده او ښاري کمېسيون جوړ شوى په دې برخه کې يې جدي اقدامات کړي دي.))
دا چې دغه نا مسوول وسله وال څوک دي او په کومو ځانګړو سيمو کې فعاليت کوي، يادو چارواکو يې په اړه معلومات ورنه کړل.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP