Language

مزار شريف (پژواک ٢٧ مرغومى ٩٢ ): د بلخ ولايت امنيتي چارواکو دوه تنه د سړک جوړونې د کارکوونکو د وژنې او يو پلار د لور د وژلو په تور نيولي دي.

د بلخ ولايت د امنيه قوماندانۍ د مطبوعاتو مسوول لعل محمد احمدزي نن په يوه خبري ناسته کې وويل، چې دغه دوه کسان، تېره مياشت د سرپُل ولايت په سانچارک ولسوالۍ کې د سړک جوړونې درې کارکوونکي وژلي او بلخ ته تښتېدلي وو.

هغه زياته کړه، چې امنيتي ځواکونو نوموړي کسان د بلخ ولايت په مربوطاتو کې نيولي دي.

احمدزي وايي، چې له دوى څخه پوښتنې پيل شوي او تر اوسه معلوم نه ده، چې له وسله والو مخالفينو سره اړيکې لري او که نه .

د بلخ ولايت د امنيه قوماندانۍ د مطبوعاتو مسوول همدارنګه د يوه پلار د نيولو خبر هم ورکړ او ويې ويل ، چې  دغه کس په خُلم ولسوالۍ کې خپله لور وژلې دي.

سرچينه زياتوي، چې تر اوسه د نجلۍ د وژلو لامل نه دى په ډاګه شوى او په دې اړه څېړنه رونه ده .

له بلې خوا يو تن  د بلخ ولايت په بلخ ولسوالۍ کې د پوليسو له خوا نيول شوى ، چې يو کرولا   موټر يې غلا کړى و.

احمدزى وايي، چې پوليس به بېرته موټر خپل خاوند ته وسپاري.