Language

اسعد اباد (پژواک ٢٨ مرغومى ٩٢): چارواکي وايي چې د نورستان  په کامدېش ولسوالۍ د بهرنيو ځواکونو په بې پيلوټه هوايي بريد کې د پنځو پاکستانيانو په ګډون ٩ وسله وال وژل شوي دي.

 د نورستان امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالباقي نورستاني د مرغومي په ٢٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه بريد تېره شپه د کامدېش په پتيګل دره کې شوى دى.

هغه زياته کړه، وسله والو د يادې درې په يوه کور کې غونډه لرله، چې دغه بې پيلوټه بريد پرې شوى دى.

نورستانى وايي، چې په دغه بريد کې نهه وسله وال چې پنځه يې د پاکستان د پنجاب اوسېدونکي وو، وژل شوي دي.

دى وايي: ((طالبان د ابو بصير په نوم د خپل يوه قوماندان په کور کې راټول شوي وو، کله چې له دغه کوره راوتل، نو تر هوايي بريد لاندې راغلل  چې د ابو بصير په ګډون ٩ تنه ووژل شول.))

د نورستان د امنيه قوماندان په وينا، دوى داسې راپورونه هم ترلاسه کړي، کله چې طالبان خپل مړي د پاکستان چترال ته لېږدول، نو په ګډه پورې بيا پرې بريد شوى او مرګ ژوبله  ورته اوښتې ده.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.